تازه او عاجل خبر

غزنی: ناوه کې ګډ دښمن ۷ ملکیان شهیدان او ټپیان، ۶۳ نقلیه وسائط سوځولي دي

په بی دفاع اولسونو د ګډ وحشي دښمن د زړه بوږ نوونکو وحشتونو په لړ کې تېره شپه ۱۰بجې امریکایي اشغالګرو او د دوی لخوا افغان وژني ته کرایه شوو قاتلانو یې د غزني ولایت، ناوې  ولسوالۍ په بازار وحشیانه چاپه وهلې، چې کابو ۲۶ ساعته یې دوام درلود. له سیمې د ورکړل شوو خبرونو له مخې دغه ستر بربریت کې ګډ دښمن ۳تنه عام کلیوال په شهادت رسولي او ۵ تنه یې له ځان سره وړي دي.

په دې برسېره ۱۸عرادې موټر، ۴۵ موټرسيکل، یو د تیلو پمپ،  یو باب مستري خانه او ۱ د تیلو ټانکر سوځول شوي، د ولسوالۍ وداني، د بازارجامع مسجد اوګڼ شمیردو کانونه يې تخریب کړي، د دوکانونو مالونه او قیمتي اجناس یې چور کړي او شخصي ملکیتونو ته یې دروند مالي زیان اړولی دی.

2018/12/2



دا هم ولولئ  هلمند: ګرمسیرکې دیرغلګر و زغروال ټانګ دماین ښکارشو

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close