تازه او عاجل خبر

غور: دولینه کې۴ قومندانان له خپلو۱۷ ملګرو اووسلو سره مجاهدینو ته تسلیم شول

نن سهار لس بجې دغور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې ۴ تنه  مشهور قومندان له خپلو ۱۷ تنه ملګرو  او وسلو سره دحقایقوپه درک کولو سره داسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول

له سیمي نه زموږ همکار وایې : قومندان ادریس اوقومندان عبدالبصیر  دیادي ولسوالۍ  د خواجه ګان دسیمي اوسیدونکي له ۷ تنه اربکیانوسره  تسلیم شول چې نومونه یې په لاندي توګه دي :

ادریس  ولد  عبدالکریم

نذیر  ولد  عبدالکریم

عبدالرحمن  ولد  عبدالحق

عبدالله  ولد  اکبر

عبدالله  ولد شراف الدین

عبدالرب ولد شیر محمد

یارمحمد  ولد  داود

او قومندان ګل احمد  دیادي ولسوالۍ د غیصارک  سیمي اوسیدونکی له ۳ تنه اربکیانو سره تسلیم شو چې نومونه یې په لاندي ډول دي

احمدشاه  ولد حبیب الله

ابوالفیض  ولد حبیب الله

سیف الله  ولد داود

اومحمد  د غلام  زوی د یادي ولسوالۍ اړوند د سلمین سیمي اوسیدونکی له ۲ تنه اربکیانو سره تسلیم شو چې نومونه یې په لاندي ډول دي :

دا هم ولولئ  غزني: شلګرکې ۲ ټانګونه، ۱ موټر ویجاړ، ۱۳ عسکر مړه اوټپیان شول

عبدالرحمن ولد غلام

عبدالصمد  ولد فیض الله

عبدالرب ولد  یعقوب

نوموړو  له ځان سره ۳ میله پیکاماشیندارونه ، ۱۵ کلاشینکوفونه ، ۲ راکټونه هم مجاهدینو ته رارسولي اوکلک هوډ یې څرګند کړی چې نور به هیڅ کله دګوډاګۍ ادارې  لیکوته  ورنه شي بلکه  ترخپل وس پوري به داسلامي امارت مجاهدینو ملاتړ ته ادامه ورکوي اوپه دې لاره کې به له هیڅ ډول قرباني ورکولو دریغ ونه کړي



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close