تازه او عاجل خبر

غور: دولینه کې له ۳۰ کلیو دمزدوردښمن له شتون نه تصفیه ۱۰تنه اربکیان تسلیم شول

د غورولایت له دولیني ولسوالۍ نه په رارسیدلي تازه خبرکې ویل شوي چې : تېره ورځ دیادي ولسوالۍ په مربوطاتوکې مزدور اربکیان داسلامي امارت دمجاهدینو دبریدونو له ډاره وتښتیدل او یاد کلي چې په  ۱۲ زره کورنیو مشتمل دي په بشپړه توګه  داسلامي امارت مجاهدینو ترکنترول لاندي راغلل او سپین سپیڅلی بیرغ ورباندي رپاندشو

له یادو کلیو څخه وروسته ترهغه مزدور دښمن په تېښته ولاړ چې  دهمدي ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د اوشان مهمه سیمه په بشپړه توګه فتح کړه

په یادو کلیو کې د مشهورو کلیو نومونه دادي ، خواجګان، سلمین،کنعان، پوی، رزقان، کش کر، بي بیان ،تیل بدل،قیصارک،ګردن توپ

دیادو سیمو په واک کې راتلوسره د غورولایت دشپږو ولسوالیو پرمخ دمزدور دښمن لاره وتړل شوه

دیوبل خبرله مخې نن غرمه ۱۱ بجې دهمدي و لسوالۍ  دخواجه په سیمه کې ۱۰ تنه اربکیان له خپلو ۱۰ میله کلاشینکوفونوسره  داسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول چې نومونه یې په لاندي توګه دي :

شاه محمد ولد  خواجه محمد، خدابخش ولد  عباالحکیم، عین الدین ولد غلام رسول،  عبدالنصیر ولد غلام حیدر، یارمحمد ولد دوست محمد،  عبدالعزیز ولد  عبدالمجید، ذبیح الله ولد  فیض الله ،نثاراحمد ولد  محمدحسین، عبدالصمد ولد غلام حسن او محمد ولد سیدمحمد

دیادوني ده چې نن سهار دشهرک ولسوالۍ  دمسجدنګارسیمه چې په شاوخوا  ۱۰۰۰ کورنیو مشتمله ده هم په بشپړه توګه دمجاهدینو ترکنترول لاندي راغله

 

2018/5/14



دا هم ولولئ  ننګرهار: چپرهار کې په ټاکنیزو مراکزونو وسلوال او توغندیز بریدونه وشول

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close