تازه او عاجل خبر

فاریاب : پشتونکوټ په چاپه کې پوسته فتح ۱۲ پولیس قتل ګڼ مهمات یې ولجه شول

دالخندق عملیاتوپه لړکې بیګاه  ماښام ۸ بجې  دفاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ اړوند دعرب  آقسای په سیمه کې دمزدورو پولیسو پرمهمه پوسته  داسلامي امارت مجاهدینو له لوري چاپه ووهل شوه

چاپه چې  دسهار تر ۵ بجو پوري یې دوام وکړ په پایله کې یې پوسته په ټولیزه توګه فتح اوپکې میشت ۱۲ تنه مزدور پولیس ځای پرځای ووژل شول چې د ۱۰ تنه  وژل شویو جسدونه یې په پوسته کې پاتي شوي

همداراز له دښمن څخه یو ثقیل ،۱۰  کلاشینکوفونه اوګڼ مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلي دي

مجاهدینو ته لله الحمد هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی



دا هم ولولئ  هلمند: دګرشک اوسنګین ترمابین پوسته فتح ۴مزدورپولیس قتل۴ تنه اسیران شول

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close