تازه او عاجل خبر

فاریاب : پشتونکوټ کې د۲قومندانانوپه شمول ۱۰ تنه مړه اوژوبل ۲ټانګونه یې ویجاړ شول

نن سهار لس بجې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ اړوند د چهارتوت په سیمه کې مزدور و کمانډویانو ، عسکرو اوپولیسو  دمجاهدینو په مرکزونو پراخ  تعرضي بریدونه ترسره کړل چې دمجاهدینو له لوري له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شول اوسخته جګړه و رسره ونښته

جګړه چې پکې سپکې اودرنې وسلې کارول کیږي اوس هم په شدت سره دوام لري

تردې مهاله ددښمن دوه ټانګونه په بشپړه توګه ویجاړ ۳ تنه مزدور کمانډو عسکر اویو دقطعه خاص عسکر  ځای پرځای قتل او د کنډک قومندان (فیروز)  او د لېوا  دقومندان په شمول ۶ تنه نور ژوبل شوي دي

په سیمه کې ددښمن الوتکو بمبارونه هم کړي چې له امله یې  د ملکي خلکو دوه سرایونه  تخریب شوي

په پېښه کې یوتن مجاهد  هم زخمي شوی

د جګړې په اړه نورجزئیات به وروسته پرلیکه شي



دا هم ولولئ  بلخ: چهاربولک کې ۱۰ تنه اربکیان مجاهدینو ته تسلیم شول

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close