تازه او عاجل خبر

فراه : بالابلوک کې  دیرغلګرو ډرون الوتکي ۶ مسافرین شهیدان۳ ژوبل او دموټرو نمائندګي یې ویجاړه کړه

تېره شپه ۱ نیمه بجه  یرغلګرو دخپلو وحشتونو په سلسله کې  دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ اړوند د شیوان په سیمه کې  له مزدورو کمانډویانوسره دملکي خلکوپر کورونو چاپه ووهله

دچاپي په مهال  ګډ دښمن ګڼ کورونه تلاشي کړي او ملکي خلک یې له ځان سره  دمجاهدینو دبریدونو له ډاره  د ځان دسپر په توګه  بندیان کړي دي

دیرغلګرو ډرون  دکندهار هرات پر لویه لاره  دمزدوري اردو قرارګاه ته په ۴۰ متري کې  د ۳۰۳  مسافر وړونکي موټر نمائندګي دشپې پر ۴ بجې بمبارکړي چې له امله یې  ۶تنه مسافر هیوادوال ځای پرځای شهیدان او ۳ تنه نور مرګوني زخمیان  شوي او یاده نمائندګي په بشپړه توګه سوځول شوي  او په سیمه کې په نورو دوکانونو کې هم اورلګیدلی چې له امله یې ملکي خلکوته دروند مالي زیان هم اوښتي

2019/6/14



دا هم ولولئ  په بدخشان کې په خلکو د خوراکي توکو د بندیز او لارو تړولو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون
Close