تازه او عاجل خبر

فراه : مرکز او پرچمن ولسوالۍ کې ۷ تنه  اربکیان له  خپلو وسلو سره تسلیم شوي

دفراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ  د برښار کلي  اوسیدونکي ۶ تنه اربکیان  ( قومندان  محمد داود د محمدعمر زوی ، امیرمحمد د محمداکبر زوی، غلام سخي دمولاداد زوی،شراف الدین  دعبدالکریم زوی ، ضیاء الحق  د پیرمحمدزوی، شیخ احمد  د شیراحمد زوی ) دحقائقو په درک کولوسره داسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شو

نوموړو له ځآن سره یو ثقیل ، ۵ کلاشینکوفونه ، ۲ صندوقه  دثقیل مرمۍ ، ۲ کوچنۍ مخابرې  هم مجاهدینوته  تسلیم کړي دي اوکلک هوډ یې څرګند کړی چې نور به هیڅکله  دمزدوري ادارې لیکوته ورنه شي

همداراز دفراه ولایت دمرکز فراه ښار  په مربوطاتوکې یوتن پولیس  له یو میل کلاشینکوف سره مجاهدینوته تسلیم شو

2019/6/14



دا هم ولولئ  په بدخشان کې په خلکو د خوراکي توکو د بندیز او لارو تړولو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون
Close