تازه او عاجل خبر

فراه کې دعملیاتوپه مهال دیوه ترجمان په شمول ۵ یرغلګراوتر۲۰ زیات کمانډویان قتل ګڼ نور ژوبل شوي

له فراه ولایت نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي : دیرغلګرو اومزدوردښمن هغه ګډه عملیاتي قوه چې  د تېري جمعې په ورځ  له هرات ولایت څخه د فراه ولایت دخاکسفید، بالابلوک  او پشترود ولسوالیو ته  په ګڼ شمېر ټانګونوکې دهوایي ملاتړ په مټ راغلي ؤ  بیګاه شپه ددرنو تلفاتو په لیدلوسره  په تېښته مجبورکړی شول او وتښتیدل

دښمن له لمړۍ ورځ  څخه په سیموکې  دمجاهدینو دماینونو  اوکمینونو سره مخ شو چې  په مهال یې  دیوه ترجمان په شمول ۵ تنه امریکایي یرغلګر ځای پرځای قتل اوتر شلو زیات مزدورکمانډویان اوعسکریې قتل ګڼ نور ژوبل شول

همداراز  د یرغلګرو امریکایي عسکرو یوزغروال ټانګ او دمزدورو عسکرو ۴ ټانګونه یو کمازموټر اویوه دومیله  ویجاړشوي

دښمن په سیموکې بمبارۍ کړي ، ګڼ شمېر دوکانونه اوکورونه یې له چور اوتالان وروسته سوځولي  همداراز یې دملکي خلکو ګڼ شمېر موټر اوموټرسایکل سوځولي اوګڼ کورونه یې په بمونو الوزولي دي

دا هم ولولئ  هلمند:موسی کلاکې دمجاهدینو په زندان بمبارکې ۱۶ عسکرو اوپولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي

ددښمن په بمبارونوکې ۱۱ تنه ملکي وګړي اومجاهدین شهیدان او ۲تنه زخمیان شوي . انالله واناالیه راجعون



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close