سیاسي لېکنې

له تخاره د فتحو زیري

ليکوال : حبیب مجاهد
د الفتح عملیاتو په لړ کې که څه هم په درست هیواد کې په دښمن ځپونکي بریدونه روان دي، خو په دې لړ کې تخار هغه ولایت دی چې مسلسل د مجاهدینو د سترو فتوحاتو، د دښمن د تلفاتو او سترو جهادي حماسو خبرونه ترې را رسیږي.
د روان کال د جون میاشتې په ۱۲ مه نیټه مجاهدینو د دې ولایت د خواجه غار، دشت قلعه، نمک آب او بهارک ولسوالیو کې په دښمن هماهنګ بریدونه پیل کړ چې په نتیجه کې یې د خواجه غار مهمه ولسوالي په مکمل ډول فتحه، همدارنګه د بهارک ولسوالي کې د عنبره کوه سیمه او نمک اب کې هم پراخې برخې د مجاهدینو تر واک لاندې راغلې.د خواجه له فتحې دوه ورځې مجاهدینو د تخار په اشکمش د پام وړ پرمختګونه وکړل،د دې ولسوالۍ د د زربانه، صوفي حبیب، پنجري، پنجشیري، غوربندي، خوګیاڼي په نوم کلي او د دره کلان پراخه منطقه چې پخوا د دولتي اربکیانو او عسکرو تر واک لاندې وه په مکمل ډول د دښمن له شتون څخه تصفیه شو. له هلته میشتو ټولو امنیتي پوستو سره یو ځای فتحه شوه.
د جون میاشتې په وروستیو کې دښمن د مفتوحه سیمو د بیرته قبضه کولو په غرض د تخار په اشکمش، نمک آب او بهارک ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل کړل چې اته ورځې یې جریان درلود. د اسلامي امارت زړورو مجاهدینو ددښمن د عملیاتو په وړاندې په میړانه مقاومت وکړ، په بیلابیلو سیمو کې یې د دښمن ټانګونه په ماینونه منفجر او په پیاده عسکرو یې مرګوني بریدونه ترسره کړل تر دې چې دښمن اړ شو چې خپل عملیات په ناکامۍ سره پای ته ورسوي او بیرته له سیمې پښې سپکې کړي.
د دښمن له تیښتې وروسته مجاهدینو یوځل فاتحانه بریدونه پيل کړل. د جولای میاشتې په لومړۍ نیټه د تخار د ولایتي شورا غړو رسنیو ته وویل چې دتخار مرکز د سقوط له خطر سره مخامخ دی. د د ولایتي شورا یو غړی «عصمت الله قرباني» رسنیو ته اعتراف وکړ چې طالبانو ددې ولایت په اشکمش، بهارک، نمک اب او خواجه غار ولسوالیو کې خپل تحرکات زیات کړي او اوس د مرکز تالقان تر پنځه کیلومترۍ رارسېدلي او که چېرې یې مخه ډب نشي د کندوز د سقوط پیښه به په تخار کې هم تکرار شي.
د جولای میاشتې په اوږدو کې که هم د تخار ولایت په ټولو ولسوالیو کې جهادي بریدونه په پوره قوت روان و خو د پام وړ ځپونکي بریدونه د اشکمش په ولسوالۍ کې ترسره شول. د جولای میاشتې په پنځه ویشتمه د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ مرکز سره نیږې سیمه کې د مجاهدینو په عملیاتو کې د دښمن ۲ قرارګاوې (بیسونه) او ۲ پوستې فتحه کړې.
د اسلامي امارت د ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د خبرپاڼې له مخې په دې نښته کې د دښمن تر ۵۰ پورې پولیس او عسکر وژل شوي او یا ټپيان دي، چې د لسګونو تنو جسدونه په سیمه کې پاتې دي، یو تن پولیس ژوندی نیول شوي. دغه راز یو هاموې ټانک ویجاړشوی، ۱ رینجر موټر، ۷ میله پیکا ماشیندار، ۷ میله راکټ لانچر، ۲۰ میله کلاشینکوف، ۸ میله نارنجک انداز، ۱ میل درازنوف، ۱ پایه (SPG9) توپ، ۱ پایه هاوان توپ، ۵۰۰ عدده د راکټ او خورا ډيرې نورې مرمۍ له نظامي توکو سره مجاهدینو ته په لاس ورغلي دي.
د اشمکش په عملیاتو کې دشمن د خپلو ۳۶تنه عسکرو وژل کیدل تائید کړل چې دا د الفتح عملیاتو په لړ کې په تخار کې په دښمن تر ټولو ځپونکی ګوزار و چې پخوا یې دومره عسکر په یو ځای له منځه نه و تللي. په تخار ولایت کې جهادي بریدونو داسې مهال زور اخیستی چې ورڅیرمه بدخشان کې هم د مجاهدینو فاتحانه عملیات روان دي او څو ورځې وړاندې یې د کران و منجان مهمه ولسوالۍ فتحه کړه. که څه هم دشمن په وروستیو کې سخت وحشتونه او بمبارونه پیل کړي دي خو دغه فتوحات ښيي چې د دښمن بریدونو په مجاهدینو کوم اغیز نه دی کړی او مجاهدین لا هم په لوړه روحیه او متانت سره خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوي.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close