تازه او عاجل خبر

له فراه ولایت یو ځل بیا یرغلګر په بشپړه توګه وشړل شول

له فراه ولایت نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : هغه یرغلګر  عسکر چې  شاوخوا  ۲ میاشتې وړاندي د فراه ولایت مرکز هوایي اډې او شاوخوا سیمو ته  په  زور راوستل شوي ؤ  تېره ورځ د درنو تلفاتو په لیدلوسره  ټول په تېښته ولاړل

خبرزیاتوي :  مجاهدینو په یرغلګرو مسلسل  توغندیز  او وسلوال بریدونه  وکړل اوهمداراز یې دهغوی په ټانګونو چاودني وکړي چې له امله یې دښمن ته دسر اومال دروند زیان واوښت اوله سیمي نه په  تېښته مجبورکړی شول

په سیمه کې داشغالګرو دشتون  او له خپلو مزدورانو سره د پوره همکاري سره سره د هیواد دنورو سیمو په څیر هیڅ ارام نه شول بلکه  ورځ تر بلې  یې تلفات ډيریدل

تردې وړاندي هم څو څو ځله  یرغلګر فراه ولایت ته راغلي چې  له هرځل  له ورته برخلیک سره مخ شوي  اوپه تېښته مجبوره شوي دي



دا هم ولولئ  د کنړ غازي اباد ولسوالۍ کې شانداره تعلیمي غونډه وشوه

دا هم ولولئ

Close