شعرونه

له ناګاره تر ناګاره / الهام

سيد احسان الله الهام

له ناګاره تر ناګاره حق پرست دي
ته يې وساتې باداره! حق پرست دي

د قلم په ژبه هرظالم ته ګواښ كړي
حقه چيغه يې تر داره حق پرست دي

تابه وژني- تابه وژني – تابه وژني
دا زلمي نه مري ښاماره حق پرست دي

حق ستايل يې فطرتا زړونوكي ژوند كړي
حق ويل كوي بېخاره حق پرست دي

همېشه به وي محفوظ له هره غمه
چي د پاك الله له ډاره حق پرست دي

له هراته او بيا آن تر ننګرهاره
له آمو تر كندهاره حق پرست دي

له ملتيا يې ډډه ونكړې الهامه !
يارا نه يې مزېداره حق پرست دي



دا هم ولولئ  زیری / حفیظ الدین پیرزادہ

دا هم ولولئ

2 thoughts on “له ناګاره تر ناګاره / الهام”

  1. سلامومه!
    اېمېل ادرس مو رانه ورک دی، هیله دا شعر سایټ کې نشر ته وسپارئ.

    سپینې کوترې!
    .
    اسلام غواړو، هېواد کې او بیا تا سپينې کوترې
    سرونه ژدو د لوی خدای په رضا سپینې کوترې
    .
    ښکېلاک دی او که ګبر په یوه سلا مو وژني
    ډارېږو لیري ګرزو له هر چا سپینې کوترې.
    .
    دا سپینه ده که راغلې ته به هم اور کې پخه شې
    اشغال ده زمونږ ځمکه تر فضا سپینې کوترې
    .
    کڼه به یې شاید چې د چورلکو غږ نه اورې
    کڼه به یې چې نه اورې غوغا سپینې کوترې
    .
    د ویښ احساس څښتن به ستا راتګ ته خوشحال نشي
    هېواد کې چې مو وي، دا سره بلا سپینې کوترې
    .
    ګیله مکړه مجبور یو، انقلاب دی اوزګار نه یو
    که ژوند و سره و به وینو بیا سپینې کوترې

    د دېن لار کې ور کړې قربانۍ مو ضایع نه شي
    الهام وایې: را نشې بې بریا سپینې کوترې

    2018/06/21

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close