سیاسي لېکنې

له کابل ادارې سره خبرې ولې نه شې کیدای؟

بلال کریمي

د  ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په اومه امریکا په افغانستان ناروا یرغل وکړ، په دې یرغل کې یې د ایساف تر نامه لاندې زرګونه نړیوال پوځونه او د ناټو په نوم  لسګونه زره غربي  عسکر هم له ځان سره  ملګري کړل او په دې مظلوم او کړیدلي ملت یې په ډیر غرور او کبر سره وحشیانه چپاو راووړ.

همدارنګه یې دلته په داخل کې هغه څیرې چې  یایې  د لکونو هیوادوالو په وینو لاسونه سره وو او یا په غرب کې د سې آی ای ، ایم آی سکس، موساد او نورو جاسوسي سازمانونو زرخریده غلامان وو، د واک په ګدۍ نصب کړل.

دامریکا د هغه مهال جمهور رئیس بوش او دبریتانیا صدراعظم  ټوني بلیر  د دې خاورې د تسخیرولو او د دې ویاړلي ملت د ایلولو په هدف بوږنونکو جنایتونو ته مخه کړه، په ځمکه یې د اجرتي قاتلانو په مرسته د ملا او طالب په نوم زرګونه افغانان زندانونو ته واچول، سوونه نور یې له هیواد څځه  زرګونه میله لرې د کیوبا  ګوانتامو جزیرې ته  یوړل  او هلته یې د کلونو له پاره تر سخت تعذیب او شکنجولاندې په حبس کې وساتل.

کلي، ودونه، مسجدونه، روغتونونه، جنازې  او بازارونه یې بمبار کړل، د بمونو مور، کلستر او نور ډول ډول ممنوعه وسلې یې وکارولې،  په څرګنده یې  د مقدساتو توهین  وکړ، په افغاني غرور او کلتور یې ملنډې ووهلې، په علني توګه  یې الحاد او ارتداد ته  د مدنیت او دیموکراسۍ تر پوښ لاندې کمپاینونه او تبلیغات  قانوني کړل.

د بې مهاره او فاحشو رسنیو له لارې یې په هیواد کې اخلاقي فساد، بې لارۍ او بې دینۍ خپرولونو ته  بې کچې تبلیغات وکړل.

دغو جنایاتو ته لومړی  بوش، بیا اوباما او اوس  ټرمپ  په ډیر شدت سره دوام ورکړ.

اشغالګرو ټول دغه جنایتونه داسي مهال ترسره کول او ترسره کوي یې، چې د کابل اداره یې له لومړۍ ورځې تر ننه پورې کوردینات ورکوي او چې کله د اشغالګرو هر جنرال ډير قتلونه او جنایتونه ترسره کړي، نو دکابل تنصیب شوي مشران یې په سینو باندې د هیواد د نومیالیو شخصیتونو په  نوم مډالونه ورټومبي.

دا هم ولولئ  خلیلزاد، د کابل رژیم نماینده دی، که د ټرمپ..!؟

د کابل اوسنۍ اداره چې د جانکیري په ګوتو جوړه شوه  په لومړۍ ورځ یې له امریکاسره د امنیتي تړون په نوم د هیواد پلورنې سند لاس لیک کړ، د همدې اشغالګرو تر مستقیمې قوماندې لاندې اجرتي قاتلین یې شپه او ورځ د بې ګناه ملکي  خلکو په کورونو اوبازارونو چاپې وهي، کورونه، بازارونه، مدرسې، مسجدونه او کلینیکونه یې په بمونو الوزوي، میرمنې، ماشومان او نارینه بې په شهادت رسوي.

د  بې دفاع او کړیدلي اولس په وړاندې  د اشغالګرو  هر ډول جنایتونه  همدوی توجیه کوي، که څه هم  لږ وروسته اشغالګر خپله اعتراف پرې وکړي.

غلامي او ګوډاګی توب یې په دې حد کې دی، چې د امریکا د خارجه وزیر ملاقات ته د ارګ او سپیدار مشران دبګرام هوایي اډې ته ورځې، په هیواد کې د غلو، غاصبینو، پخوانیو ټوپکمارو دواک جزیرې د بهرنیو سفارتونو له خوا حمایه کیږي او په بې خرته ډول قومي، ژبني او سمتي تعصباتوته کمپیانونه کیږي.

خلاصه داچې امریکا او ملاتړو یې پوره   ۱۷ کاله  خپل زر او زور  وازمایل، څومره وحشتونه او تخریب  چې یې کولای شو، دریغ یې نکړل، نو  مجبورایې په دې وورستیو کې د سولې او مذاکراتو خواته توجه زیاته کړې ده او لومړۍ هڅه یې داده چې که وکولای شي، د اسلامي امارت  مرکچیان دې ته تیار کړي، چې د کابل ادارې سره خبرو او مذاکراتو ته کښیني خو اسلامي امارت تل له کابل ادارې سره مذاکرات رد کړي او له امریکا سره یې د اشغال د خاتمې په هدف په مستقیمو مذاکراتو ټینګار کړی دی.

اوس پوښتنه داده : له کابل ادارې سره خبرې ولې نه شې کیدای؟

دا هم ولولئ  په ګرين ويلج بريد، اشغالګرو ته واضح پيغام…!

(۱) لکه څنګه  چې داسلامي امارت ویندوی ښاغلي ذبیح الله مجاهد او د سیاسي دفتر استازو  په بار بار واضحه کړې چې د افغانستان  معضله دوه بعده لري، یو یې بهرنی بعد دی او بل یې کورنی، تر څو چې بهرنی هغه حل نه شي، داخلي بعد حل ناپذیره دی.

(۲) څنګه چې پورته یادونه وشوه چې د کابل اداره داشغال له لومړۍ ورځې تر ننه پورې له اشغالګرو سره څنګ په څنګ  د  خپل هیواد او خلکو په ضد د وحشتونو اوجنایاتو په ارتکاب کې ګډون لري او آن چې د جنایاتو د ترسره کولو بستر هم همدوی وي، نو آیا په حقوقي  لحاظ ممکنه ده چې له داسي اډاڼې سره د هیواد په سرنویشت خبره وشې؟!

(۳) یوه اداره چې  په ساسي، نظامي، اقتصادي  او ټولو برخو کې په بشپړه توګه پردي پاله،  لاسپوځې او شخصي منافعو ته ژمنه وي او داشغالګرو په مرسته یې د خپل ملت  اسلامي  او ملي ارښتونه تالا ترغه کړي وي  آیا عقلا  دا تمه ترې کیداشي چې  په داسي لوړو او سرنویشت سازه موضوع ګانو کې دې د یوه فعال او اغیزمن جهت په توګه نقش ایفاءکړي؟!.

امریکا او ملګري دې نور دا امید نه کوي چې اسلامي امارت به له دومره زیاتو قربانیو ورکولو وروسته، د ملت او شهیدانو ارمانونه  شاته و غورځوي  او د دې ټولو ارزښتونو په تر پښو لاندې کولو سره به  له باطل سره جوړ جاړي ته ګونډه ماته کړي.

اسلامي امارت د دې ځوریدلي ملت د مدافع ځواک په توګه  ټولو اسلامي، ملي او افغاني ارزښتونو ته ژمن دی او همدا لوړ ارزښتونه به د الله تعالی په نصرت او د خپل ویاړلي اولس په حمایت  سره ساتي ، ان شاء الله تعالی.

پای



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close