اسلامي لیکنې

لېبرالېزم څه دی؟

لیکوال: ابوحمزه جوزجاني

لومړۍ برخه

قال الله تبارک و تعالی

إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلٰمُ ۗ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتٰبَ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِـَٔايٰتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ

د الله په وړاندي دين همدا اسلام دى. له دې دين څخه پرته چي اهل كتابو كومي مختلفي لاري غوره کړي دي، د هغو ددې چار چلن، له دې پرته بل هیڅ دليل نه ؤ چي د علم وركول كېدو څخه وروسته يې په خپلو منځو کښي يو پر بل باندي د تېري كولو په خاطر داسي وکړل. او هر څوك چي د الله د حكمونو او لارښودنو د اطاعت څخه منكر شي، الله به له هغه سره بې له څه ځنډه حساب وکړي.

وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلٰمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِى الْءَاخِرَةِ مِنَ الْخٰسِرِينَ

له اسلام څخه پرته چي هر څوك كوم بل دين غوره کړي، هیڅكله به ورڅخه قبول نکړی شي او په اخرت کي به هغه ناكام او زيانمن وي.

لېبراليزم (liberalism) لاتېني كلېمه ده. له (liber) څخه اخيستل شوې، چې د فردي اصالت او فردي خپلواكۍ په مانا ده. او اصطلاحي تعريف يې لېبرالستانو داسې كړې دى. لېبر پر دې باندې باور، گروهه لرل چې انسان نړۍ ته خپلواك راغلې دى او په مطلق ډول ټولواك دى، څه چې وغواړي په خپله خوښۀ ازاد ژوند وكړي. هېڅوك او هېڅ طاقت هم دا حق نلري چې دكوم قانون په ذريعه د فرد ازادي سلب، غصب يا محدوده كړي. دا د فرد حق دى، چې له هرې لارې وغواړي دولت وگټي، او هر ډول سياسي نظام وغواړي ځان ته يې غوره كړي، او هرډول چې وغواړي گروهه او فكر ولري. مطلب دا چې فرد مطلق خپلواك پېدا شوې دى او بايد په كړو، وړو كې او په ژوند كولو، ناسته پاسته، ولاړه كې او دغي مفكورې او مكتب ته لبرالېزم او ددغه فكر خاوندانو ته لېبرالستان وېل كېږي.

تاريخ

لېبرالېزم په اتلسمه پېړۍ كې يانې له نن څخه دوه سوه دروڅلویښت كاله دمخه په ۱۷۷۶ز كال دغه مفكوره منځته راغلې ده، چې په همدې اساس د (Humanism) انسان پرستي او (Liberalism) لېبرالېزم يانې مطلقه فردي خپلواكي دواړه په يوه موده او يو تاريخ كې منځته رغلي دي، او په يو وخت كې دواړو د دين، اخلاقو او بشري كرامت په خلاف او اجتماعي فساد په خپرولو پېل كړې دى. او د فردي حقيقي ازادى د تحقق لپاره يې له دين څخه په هراړخيزه توگه د بېزارتيا اصل وضع كړ او همدغه شرط يې د حقيقي خپلواكۍ لپاره اړين وگاڼه. لكه چې د لېبراليزم د مفكورې يو مخكښ (Zepalsachtch) ژېپال ساختخ اعلان كړې ؤ او په هغه كې يې وېلي دي چې: انسان ترهغه پورې خپلواكي ترلاسه كولاى نشي، ترڅو پورې چې د څښتن تعالى له منلو، مذهب او اخلاقو څخه بېزارتيا په ډاگه اعلان نكړي، او د انسان الوهيت (Divinity) او سپېڅلتيا (Holiness) د زړه له كومې ونه مني.

دا هم ولولئ  اشرف غني او که د واشنګټن ځانمرګی سکورټي کارد

بنسټ اېښودنكي او د تبارز لومړۍ سيمه

د لېبرالېزم لومړۍ بنسټ اېښودونكې د انگلستان د اتلسمې پېړۍ نامتو بې دينه فلسفي جرمي بنتهام هيوم دى. او ددغه فلسفي مكتب د تبارز لومړۍ سيمه د نړۍ د فحشا او فجاېعو له ټولو څخه لوى بشردښمنه ښكېلاكي هېواد برتانيه دى، چې بيا په نولسمه پېړۍ كې ځينې نور فلسفيانو او هم د لوېديځ بې دينه فلسفيانو لكه: جېمزمېل، جان اسټوراټمل (John Stuart Mill) (۱۸۰۶ز پېدا، ۱۸۷۳ز مړ) انگلېسي، توماس هېل گرين هم د لېبراليزم مخكښان وو. او هم یې د لېبرالېزم لمن له انگلستان څخه بهر ته وغځول شوه. په فرانسه او المان كې يې تود هركلې وشو. تردې چې كله په ۱۷۸۹ز كال په فرانسه كې ناپليون بوناپارټ اووښتون راغې، نو په په ۱۷۹۹ز د فرانسې په پلازمېنه كې درې سوه ښځو بربنډ لاريون وكړ او د ښار په ټولو بازارونو كې وگرځېدى او دا شعار يې وركاوه چې: ((موږ د نړۍ له مېندو څخه دغسي بربنډي او لغړي راغلي يو او همداسي بربنډي به ژوند كوو.)) دا هغه ښځي وې چي د لېبراليزم د مفكورې او مكتب غړيتوب يې لاره اوپه عملي توگه يې لېبراليزم او فردي خپلواكي پر خپلو ځآنونو تطبيق كړه او په خپل لاريون سره يې نه يوازي د فرانسوي ملت د ښځو له ځانونو سره د ملتيا هاند وكړ، بلكه په گرده اروپا کي يې د لېبراليزم تحريك په حېرانوونكي توگه په څپو كړ. منځلارې وګړي او د كليسا دعوتگران يې له ماتې سره مخ كړل او هغوی یې ددغه طاغوتي توپان له تم كېدو څخه عاجز كړل.

د لېبراليزم ډولونه

لېبراليزم په څلورمه مرحله كې د توماس هېل گرين په ژوندون کي لېبراليزم تجزيه كړاى شو دا ځكه چې په دويمه مرحله كې د لېبراليزم مخكښ د ستر كمونست فلسفي جان اسټوراټ مل په لاس كې وه. او نوموړي د څښتن تعالى له سپېڅلي ذات څخه منكر ؤ. اخلاق او دين يې خرافات گڼل. او د خپل پنځوس كلن قيادت په موده كې يې د هېگل د فلسفې په پلي كولو او تبليغ سره په گوند كې موجود ؤ په زرگونو وگړي یې سوسياليزم ته معتقد كړل او د هغه د تصنيف كړي مشهور كتاب On liberty په مټ چي په ۱۸۵۹ز ليكلی او خپور شوې لېبرالي په دوه ټكړو وېشلې ده چې:

دا هم ولولئ  د تسلیت پیغام

محافظه كاره لېبراليزم (Conservative Liberalism):

Conservatism له Conserve څخه اخيستل شوې دى، چې په انگريزي كې د حفظ په مانا دى. له همدې كبله Conservatism د محافظه كارۍ په مانا دى او د ټولنپوهانو په اصطلاح كې دا مانا چې ټولنه يا حكومت پر كوم سېسټم له پخوا څخه را رهۍ وي د هغه درناوې كول ا د هغه د پاېښت تكل كول دي، او د هغه د تبديلولو مخالفت كول دي، بيا په ځانگړي ډول په هغه صورت كې چې دغه سياسي او اجتماعي سېسټم اوږده سابقه ولري. د لېبراليزم دغه ډله په دې نظر وه چې د انگلستان لپاره مشروطه شاهي سياسي نظام اوږده سابقه لري بايد په خپل حال پاتې شي او بدلون ونه خوري او دولت د لزوم په صورت كې په فردي اقتصادي چارو، ټولنيزو او ځاني چارو كې په نسبي ډول د مداخلې كولو حق لري. پدې شرط چې د فردي اصالت او فردي مطلقه ازادي زيانمنه نشي.

ټولنيز لېبراليزم Social liberalism:

سوسياليزم له social څخه اخيستل شوې دى، او دا د فرانسوي كلېمې چې د ټولنيز په مانا دى او په اصطلاح كې سوسياليزم له هغې تيورۍ او سياست  څخه عبارت دی چي د هغه له نظره د گردو توليدي وساېلو او د دولت توزيعي او صنعتي وساېل د ټولنې په ولكه او نظارت كې وي. دغه تيوري د تاريخ پوهانو له نظره له كارل ماركس څخه دوه زره څلور سوه كلونه دمخه د يونان په سپار ټاكي چې په ۵۸۰مخ زېږيز كال كې نظامي قوماندان لايي كرگس د لومړي ځل لپاره منځته راوړې وه. بيا د يونان په اتن كې ډېموكراټ او دېوجانس كلبي لخوا په ۳۴۳م ز، او په فارس كې په ۵۳۸ز كال د مزدك او بيا په اوولسمه پېړۍ كې د انگلستان سېنټ سېمون (Saint-Simon)، بيا د نوي سوسياليزم په نوم اسټوراټ مل منځته راوړې وه. دا یوازي كارل ماركس ابتكار نه ؤ. دومره خبره ده چې جديد سوسياليزم ته كارل ماركس د مزدك د نظرياتو په متابعت هماغه انقلابي بڼه وركړه چې لومړۍ بنسټ يې لاس كرگس يوناني اېښودلې ؤ او هغه زمكې، دولت او ښځي ټولنيز حق گرځول ؤ. او د فردي مالكيت په مطلق ډول ملغي كول ؤ…



Close