تازه او عاجل خبر

مجاهدینو ته د تلفاتو په اړه د بي بي سي د خصمانه راپور په تړاو د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

بې بي سي یو راپور خپور کړ چې ګنې د دوی د موندنو!!؟ له مخې، په یوه اونۍ کې زر تنه مجاهدینو ته تلفات اوښتي.
دا عین هغه پروپاګند دی چې د مذاکراتي بهیر څخه د تيښتې په مهال لومړی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو، بیا جمهور رئیس ټرمپ او بیا د هغو په تقلید د کابل ادارې امنيتي ارګانونو د خپلو ناکامیو د توجیه لپاره خپرې کړې.
بي بي سي یوځل بیا غواړي چې د اشغالګرو ځواکونو د لاسپيکرپه ډول رول ولوبوي، سړه جګړه پرمخ بوځي او په افغانستان کې پيښ حقائق د اشغالګرو په ګټه سرچپه وښيي.
موږ په تیره اونۍ کې د زرو تنو مجاهدینو د تلفاتو بې اساسه ادعا په کلکه ردوو، له دښمن او د هغوی له مرستندویه رسنیو سره هيڅ داسې دلیل شتون نه لري چې ثابته کړي د اسلامي امارت مجاهدینو دې دومره تلفات لیدلي وي.
د بي بي سي د راپور بنسټ د کابل ادارې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو هغه ورځنی پروپاګند دی چې د ملکي خلکو، حتا ښځو اوماشومانو وژل د طالبانو تلفات بولي او مسئولیت يې اخلي.
په تیره یوه اونۍ کې په تخار، کندز، فراه، بلخ او بغلان ولایتونو کې له دښمن څخه ۸ ولسوالۍ (خواجه غار، ینګي قلعه، خان آباد، قلعه زال، دشت ارچي، ګذرګاه نور، انار دره او د بلخ زارغ ولسوالۍ ګانې) ونیول شوې.
د کندز او فراه ولایتونو مراکزوته مجاهدین ننوتل، د دښمن ۱۰۷ پوستې، ۹ لوی قرارګاوې او ۳ کنډوکونه په ټولیزه توګه فتحه، په کې میشت عسکر چې شمیر يې سلګونوته رسیږي مړه، ژوبل او یا ژوندي ونیول شول.
په کابل او ځینو نورو ولایاتو کې په دښمن باندې ستر ستر فدايي بریدونه ترسره شول.
له دې ټولو شواهدو سره سره چې دښمن ته د خورا درنو تلفاتو د اوښتو قوي دلیل دی، بیا هم (بي بي سي) بې له دې چې رسنيز بې پرېتوب مراعات کړي، د اسلامي امارت نظر او معلومات هم په دې راپور کې درج کړي، پروپاګند خپروي چې ګنې خدای مه کړه په جګړو کې ۱۰۰۰ تنه مجاهدین شهیدان شوي دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۷/۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۵/۶/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/9/16م



Close