الاماره سټوډیو

مجاهدینو په جګړه کې نیول شوي عسکر احساناًخوشي کړل، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

څو ورځي وړاندي مجاهدینو د کندز ولایت قلعه زال ولسوالۍ اختیپې سیمي اړوند د دره صوف ساحه کې د دښمن په پوسته عملیات ترسره کړل چي ۶ تنه عسکر پکې ووژل شول او ۳ تنه یې ژوندي ونیول شول.
مجاهدینو د جګړې په ډګر کې نیول شوي عسکر له څو ورځي توقیف او تداوي وروسته د دوی د قریبانو په ضمانت خوشي کړل،د نیول شویو عسکرو سره اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمېسیون د مسؤلینو له لوري څه اندازه نغدي مرستي وشوې او د امن کارټونه ورکړل شول.
دغو څو تنو عسکرو چي د دښمن په لیکو کې یې مختلفي دندي ترسره کړې وي په خپلو کړو پښېمانتیا وښودله ، مجاهدینو ته یې ډاډ ورکړ چي له دې وروسته به له دښمن سره هیڅ راز همکاري نکوي او خپل عادي ژوند به پیلوي.
د الاماره سټوډیو همکار له خوشې کېدونکو عسکرو او د هغو له قریباتو سره مرکې کړي دي چي د الاماره سټوډيو له لوري په دغه تازه نشر شوي ویډیويي راپور کې یې د لاندي ورکړل شویولینکونو له لاري کتلی شئ.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close