د نړۍ او هیواد تودې پیښې

محمد بن سلمان: فلسطينيان دې د ټرمپ وړانديزونه ومني او يا دې خوله بنده کړي

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ويلي، چې فلسطينيان دې د سولې په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړانديز ومني او يا دې خوله پټه ونيسي.

د اسراييلو «ټين نيوز» ټلويزيون ويلي، چې بن سلمان تېره مياشت د امریکا د سفر پر مهال په نيويارک کې د يهودانو يوې غونډې ته ويلي، چې له تېرو څو لسيزو راهيسې فلسطينيانو د سولې گڼ چانسونه له لاسه ورکړي او اوس بايد دوی د سولې په تړاو د ولسمشر ټرمپ وړانديزونه ومني او يا هم بيخي غلي کيني.

د اسراييلي ټلويزيون په وينا محمد بن سلمان، چې لويديځې رسنۍ يې «ايم بي ايس» بولي، د تړلو دروازو تر شا په نيويارک کې د يهودانو مشرانو سره په ځانگړې ناستې کې د فلسطين پر ولسمشر محمود عباس توندې نيوکې وکړې او فلسطينيان يې د سولې د چانسونو په بايللو تورن کړي دي.

دا هم ولولئ  ویکلي سټنډرډ: امریکا افغان جګړه بایللې ده

د اسراييلو په ټولنيزو رسنيو د محمد بن سلمان د دې څرگندونو هرکلی او ملاتړ شوی او په امريکا کې هم د اسراييلو پلويانو د سعودي وليعهد د دې خبرو هرکلی کړی دی، خو په مسلمانو هېوادونو کې بيا د ايم بي ايس دغو څرگندونو پراخ غبرگونونه راپارولي او مسلمانانو هغه د يهودانو په ملاتړ تورن کړی دی.

محمد بن سلمان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې د سعودي وليعهد په گډون پر نورو سعودي او عرب چارواکو له اسراييلو سره د پټو او ښکاره اړيکو تورونه دي.

اسراييل وايي، چې د ایران پر ضد د سعودي او محتده عربي اماراتو په گډون له گڼو عربي دولتونو سره اړيکو لري.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close