سیاسي لېکنې

محمد مرسي د سېکولرانو د غدر قرباني

لیکنه: جعفر عمریار
د راپورونو له مخې د مصر پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسي د خپلې ناروغۍ له کبله د محکمې په جریان کې ومړ.
د نوموړي په مرموزه مړینه په اسلامي نړۍ کې د چارواکو، اسلامي احزابو، ځوانانو، اسلامپالو او حتی سېکولرانو غبرګونونه راپارېدلي.
د مصریواځني منتخب ولسمشر محمد مرسي په وړاندې په داسې حال کې په مصري پوځ کې د سېکولر جنرال فتاح السیسي له خوا نظامي کودتا وشوه چې محمد مرسي خپله یو ډول محتاط او منځلاری سېکولر وو؛ اما د غرب او په اسلامي امت کې د دوی د استحمار شوو سخت دریځه سېکولر خواخوږو دا نه لورېدله چې په مصر یعني د اسلامي امت په دغه ستراتیژیکه دروازه د داسې یوڅوک حاکم وي چې هغه د اخوان المسلمین په نوم له داسې حزب سره تړاو ولري چې په خپل منهج کې یې د اسلام له نظامه یادونه کړې وي، نو ځکه یې په پوره سپین سترګۍ او د ټولو نړیواله نورمونو خلاف د هغه په وړاندې کودتا وکړه او هغه یې له واکه لرې کړ او د اخوان د نورو غړو او مشرانو په ګډون یې د وحشي زندان په لور روان کړل.
د راپورونو له مخې پرله پسې څو کلونه چې محمد مرسي او د اخوان المسلمین ځینې نور لوړ پوړي چارواکي د فتاح السیسی له خوا په زندان کې په دې موخه تر سختو شکنجو لاندې و؛ ترڅو دوی د فتاح السیسی ولسمشري ومني، اما محمد مرسي او د اخوان لوړ پوړو چارواکو له دې بیا په پوره زړرتیا انکار کاوه، دوی د خپل څوکلن زندان په جریان کې بیا هم محمد مرسي د مصر ټاکل شوی ولسمشر ګاڼه.
په افغانستان کې هم د اسلامپالو په ګډون د کابل د ادارې ځینو چارواکو د محمد مرسي په مړینه خواشینې څرګنده کړې، اما د کابل د ادارې دغه سېکولر او بېچاره چارواکي په دې نه پوهیږي چې محمد مرسي د دوی په شان د څو جابرو او سېکولر چارواکو د غدر او خیانت قرباني شو.
د کابل د ادارې دغه سېکولر چارواکي د مصري اسلام پالو په مړینه او زندان خواشینې څرګندوي؛ اما دوی خپله بیا محمد مرسي ته ورته په زرګونو اسلامپال مبازین زندانونو ته اچولي او پخپله دغه کړنه یې د رڼه او سوچه اسلامي نظام د تحکیم مخه ډب کړې ده.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
دا هم ولولئ  وروستۍ بریاوې او د دښمن ادعاوې!!
Close