محترم خالص بابا (رحمه الله ) دیارلسم تلين

مولوي بابا خالص رحمه الله / میوند جمال

د مولوی بابا سره زموږ د مشرامو رابطه د جهاد سره نده شروع شوي بلکې دا رابطه د ظاهر شاه له وخته وه او د وخت په تیریدو نور هم کلکه شوه، بابا رحمه الله په تنظیمي راهبرانو کې زموږ کورنۍ ته تر ټولو زیات ګران وو او دی، او د ګرانښت خبر یې له دې ځابه معلومیږي چې موږ ورته د مولوی بابا خطاب کوو.
نن د مولوي بابا ارواښاد خالص رحمه الله تلین دی ، روح یې ښاد لحد یې له انوارو ډک.
بابا مې څو څو وارې لیدلی خو ۲۰۰۰ کال کې مې بابا ولید ډېر ایاتونه یې راباندې ولوستل او اوږده دعا یې راته وکړه .
د دعا الفاظ یې اوس هم زما په غوږنو کې هماغسې پاتې دی.
یه خالصه مولوي بلا دې لیرې
توند هوس د اقتدار ته څنګه تم شوې.



ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close