محترم خالص بابا (رحمه الله ) دولسم تلين

مولوي صاحب خالص / سلطان سرور

په ۱۹۹۲ کال چي کله مجاهدين له هري خوا کابل ته ننوتلي وو نو په همغو شپو ورځو کي مولوي صاحب داسلامي هيوادونو د اوقافو د وزيرانو غونډي ته قاهري ته بلل شوي وو .
ما هغه وخت دقاهري راډيو پښتو څانګه کي کار کاوه.
يو کوچني ټيپ مو واخيست، زه او محبي صاحب دما مشر همکار دنيل په غاړه سميراميس ۵سټارز هوټل ته دمرکې لپاره ورغلو.
پاس کو ټه کې ورته منتظر سوو . مولوي صاحب له غونډې راغی د لمانځه لپاره .
مونږ سره يي روغبړ وکړ. قاري صاحب الهام الدين هم ورسره وو .
په مجلس کي چاوويل چي کابل کي جنګ خښ سوی.
مولوي صاحب وويل : ،، سي ان ان ونيسئ .،،
دتلويزيون تصويرونو کابل ښکاره کړ. د توپونو او تورغندیو درزهار وو او خوجه رواش ميدان شاوخوا لمبي او لوګي ختل.
مولوي صاحب ګورم او چرتي سو . په مجلس باندي غمناک سکوت خپور سو.
په دي کې محبي صاحب مولوي صاحب ته مخ کړ چې : ،، مولوي صاحب دا جهاد خو ډير سپيڅلي وو دا څه تر جوړ سو ؟ ،،
مولوي صاحب په ځواب کي وويل : ،، نه وو. سپیڅلی که وای. داسي ورځ نه راتله .
بيا مولولوي صاحب ماته مخ کړ زه يي وپوښتلم: ،، ووايه ته خو ملا يې بې اميره جهاد کيږي ؟،،
مال : نه
مولوي صاحب وويل : ،، دمونږ امير معلوم نه وو. جهاد مو کاوه . ،،



1 thought on “مولوي صاحب خالص / سلطان سرور”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم وګورئ

Close
Close