تازه او عاجل خبر

مولوي عبدالرحمن زاهد او مولوي محمد مسلم حقاني له اسلامي امارت سره خپل بیعتونه تجدید کړل

د اسلامي امارت د بشپړ تسلط په وخت کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پخوانی معین مولوي عبدالرحمن زاهد او د حج او اوقافو وزارت پخواني معین مولوي محمد مسلم حقاني د اسلامي امارت له مشرتابه سره خپل بیعتونه تجدید کړل.
دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې په آسانۍ، سختۍ، خوښه او ناخوښۍ کې په سمع او اطاعت سره د جناب امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب سره خپل بیعت تجدیدوي.
د دوی دواړو د بیعت لیک متن په لاندې ډول دی:
بسم تعالی
۱۴۴۰/صفرالمظفر/۲۸ هـ ق
الحمدلله الذی صدق وعده ونصر عبده وهزم الاحزاب وحده والصلوة والسلام علی من لا نبی بعده، امابعد:
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِۦ فَسَوْفَ يَأْتِى اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُۥٓ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكٰفِرِينَ يُجٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَآئِمٍ ۚ ذٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ ۚ وَاللَّهُ وٰسِعٌ عَلِيمٌ.

دا هم ولولئ  هلمند: ګرشک دیرغلګرو په بمبارکې دیوه کور ۸ تنه غړي شهیدان شوي

د افغانستان اسلامي امارت محترم مقام ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
موږ هر یو مولوي محمد مسلم حقاني او مولوي عبدالرحمن زاهد د محترم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخوندزاده حفظه الله و رعاه سره د محترم خلیفه صاحب سراج الدین حقانی صاحب په توسط د خپل بیعت تجدید کوو، چې په ټولو شرعي امورو کې به علی السمع و الطاعة، یسرا وعسرا اطاعت کوو او د اسلامي امارت هرنوع خدمت ته حاضر او آماده یو.
مولوي محمد مسلم حقاني
د اسلامي امارت د حج او اوقافو وزارت پخوانی معین

مولوی عبدالرحمن زاهد
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پخوانی معین



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close