سیاسي لېکنې

موږ په چاپسې ولاړ شو؟؟

ابو یاسر افغان

که چېرته نن ته په یوه ډله یا یو مجلس کې د اسلامي امت د مظلومیت کیسه بیان کړې او په اخر کې ووایې چې دا زموږ او ستاسو شریک مسؤلیت او ذمه واري ده چې د اسلامي امت دغه حالاتو ته په کتو نور د غفلت له خوبه را ویښ شو او د نړۍ د کفارو د ظلمونو او وحشتونو په خلاف مورچل ونیسو، نو له تانه به څه کسان ضرور دا پوښتنه کوي، چې موږ اخر چا پسې ولاړ شو، تر شلو زیاتي ډلې دي هره یوه یې ځانته اسلامي وایي او د جهاد دعوه کوي، خو په خپل منځ کې یو د بل سره په جنجالونو اخته دي، اوس موږ د کومې ډلې خوا ونیسو او کومې یوې پسې ودرېږو؟!!
همدغې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو لپاره ما دا یو څو مختصرې کرښې د درنو لوستونکو مخې ته کېښودې.
کله خو هم داسې نه دي شوي چې موږ دې د رخت پسې د چپلکو دوکان ته لاړ شو، یا دې تبر د تېره کولو لپاره د خیاط دوکان ته یوسو او یا دې د موچي دوکان ته دروازه یا چوکۍ د رغولو په موخه یوسو؛ کله هم داسې نه دي شوي چې موږ دې د ښوونځي پر ځای د درس لپاره کلینک ته لاړ شو، یا دې کومه حقوقي دعوا د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ پر ځای د ترافیکو مدیریت ته یوسو، زما هدف دادی چې دنیا زموږ فاني کور دی خو عجیبه خبره ده چې څه ډول موږ د دنیا چارې تنظیم کړي دي! د هر کار او هر فن ماهرین مو پیژندلي او د دنیا په چارو کې غلطي نه کوو، خو کله چې د اسلام خبره راشي، بیا وایو چې موږ په چا پسې ولاړ شو، دلته بیا موږ اعتراض کوو، خو فکر او پلټنه نه کوو، دا خو ښکاره خبره ده چې موږ د قرآن پیروان یو، قرآن چې څه موږ ته راوړي په هغو به ځان پوهوو او بیا به د قرآن د پیغاماتو په رڼا کې خپل هدف او منزل پیدا کوو، د قرآن مثال د دنیا په ژوند کې داسې دی لکه د شپې په تیارۀ کې د ډیوې مثال، کله چې ډیوه راسره وي نو په تیاره کې به هم راته لار ښکاري، مار او لړم، کمر او ویاله، لوړ او ټیټ ځای به راته معلومیږي، همداسې د قرآن مثال هم دی، دا یوه داسې ډیوه او رڼا ده چې خپل پلویان د ګمراهۍ له تیارو نه د هدایت تر منزله رسوي، په دې اوږده لاره کې یې د کفر او شرک، ګمراهۍ او تباهۍ له کندو کپرو نه ژغوري، قرآن کریم خپلو پلویانو ته د دنیا په ژوند کې حقیقي ملګري او دښمنان دواړه ښودلي دي، همداسې ده چې په قرآن له ایمان راوړلو وروسته موږ د قرآن کریم له پیغام څخه هم ځانونه خبر کړو، نو بیا به زموږ لپاره دا پریکړه هیڅ ستونزمنه نه وي، چې موږ دې په چا پسې ولاړ شو.
د تأسف ځای دادی چې د دې دور مسلمان د دنیا د لهو لعب له لاسه قرآن عظیم الشان ته وخت نه لري، نني ځوانان ځکه د حق او باطل تر منځ په کشکمش کې را ایسار دي، سر یې په لاسو کې نیولی او د دنیا د ستونزو او کړاوونو څخه فریاد کوي، چې د قرآن کریم له عظمت نه یې ځان نه دی خبر کړی، په دې اړه یې کله هم فکر نه دی کړی چې زما رب زما لپاره په خپل کتاب کې څه پیغام را لیږلی، همدغه سبب دی چې نن له ډیرو ځوانانو حق لوری خطا شوی او د فنا کېدونکي دنیا په مادي ژوند کې دومره غرق تللي چې د خپل اخرت او حقیقي راتلونکي ژوند ورسره څه فکر پیدا نه شو!!
دا چې اسلامي امت له یوه ډېر سخت حالت نه تیریږي، تر نورو ډېر ځوانانو ته دا مسؤلیت راجع کیږي چې د خپل ژوند مسیر او تګلوری سم کړي، که چیرته د قرآن رڼا و نه لري نو د خفګان، ګمراهۍ، فتنو او بدعاتو په تیارو کې به ترې خپل لوری او منزل خطا شي. د اسلامي امت د دفاع لپاره قرآن کریم خپلو پلویانو ته واضح پیغام لري:

دا هم ولولئ  اشرف غني د کارمل په رول کې

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ ۚ أَرَضِيتُم بِالْحَيٰوةِ الدُّنْيَا مِنَ الْءَاخِرَةِ ۚ فَمَا مَتٰعُ الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا فِى الْءَاخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ
سوره التوبه ۳۸ایت

ژباړه: ای مومنانو! په تاسي څه شويدي چي كله تاسي ته د الله په لار کښي د وتلو لپاره وويل شول، نو تاسي په ځمکه درانده كېناستلئ؟ – ايا تاسي د اخرت په مقابل کښي د دنيا ژوند غوره کړی دى؟ – كه داسي ده نو تاسي ته دي معلومه وي چي د دنيوي ژوندانه دا ټول وسايل به په اخرت کښي ډېر لږ راووځي.

او د مؤمنانو یو صفت قرآن کریم داسې بیانوي:

لَا يَسْتَـْٔذِنُكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ أَن يُجٰهِدُوا بِأَمْوٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌۢ بِالْمُتَّقِينَ
د توبې سورت ۴۴ ایت

ژباړه: كوم كسان چي پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لري، هغوى خو به هیڅكله ستا څخه دا غوښتنه ونکړي چي په خپلو مالونو او سرونو سره دي له جهاد كولو څخه معاف کړای شي. الله پرهېزګاران ښه پېژني.

دا هم ولولئ  د هیواد په پوځي وضعیت باندې د جنرال رازق د وژل کیدو اغیز

د خپلمنځي شخړه کوونکو په اړه د قرآن کریم پیغام:

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْبَيِّنٰتُ ۚ وَأُولٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيم
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : ۱۰۵ ایت]

ژباړه:
پام كوئ! تاسي د هغو خلكو غوندي نشئ چي په ډلو وويشل شول او له روښانه څرګندو لارښوونو موندلو څخه وروسته بېرته په شخړو کښي اخته شول، چا چي دا چلن غوره کړيدى، هغوى به سخته سزا ومومي.

د دې لپاره چې موږ د حق او باطل ملګري وپیژنو، لومړی باید حق او باطل لپاره معیار وپیژنو او دا هر څه هغه وخت ممکن دي چې موږ په قرآن ځان پوهول خپل مسؤلیت وګڼو، د دنیا دا ټولې چارې پاتې کیدونکي دي، دا مادیات او لهو لعب زموږ لپاره ګټور نه دي مګر قرآن کریم یو داسې ملګری دی چې د دنیا په ژوند خو به هسې هم راسره ملګری وي او حق لوری به راته ښایي بلکې د قبر په تورو تیارو کې به هم زموږ څنګ ته راځي او هلته به زموږ لپاره رڼا راوړي، دا هر څه هغه وخت ممکن دي چې موږ خپل ځانونه او خپل اولادونه په قرآن پوه کړو، د فتنو او فسادونو په دې تورو تیارو کې زموږ د لارې بل مشال او ښه ملګری فقط او فقط همدا قرآن او د خوږ نبي صلی الله علیه وسلم سنت دي، راځئ چې همدا دواړه کلک ونیسو او عمل پرې وکړو، بېشکه چې د خلاصون او بریالیتوب راز په همدې لاره کې دی.

په ټوله نړۍ د اسلامي شریعت د حاکمیت په



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close