تازه او عاجل خبر

ميدان وردګو ولایت کې د معارف مسوولینو مهمې غونډې وکړې

د میدان وردګو ولایت په چک او جلګې ولسوالیو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې سیمه ييزو مسوولینومهمې غونډې وکړې.

په غونډوکې د مدرسو مهتممینو ، د ښوونځیو مديرانو، استاذانو، علماءکرامو او قومي مشرانو برخه واخیسته، ددیني مدرسو او عصري ښوونځیو د درسي جریان د لاښه پرمختګ او د مشکلاتو پرحل ېي هر اړخیزې خبرې اترې او مشورې ترسره شوې.

دې غونډو کې د یادو ولسوالیو د معارف د مسوولینو تر څنګ د سیمې  د ځینو نورو ملکي کمیسیونونو مسوولینوهم  ګډون کړی وو.

د غونډو ګډونوالو ته د تعلیم او تربیې د مسوولینو له لوري د ښوونې او روزنې د ا همیت او اړتیا په اړه هر اړخیزې وینا وې وشوې او په ښوونيزو اداروکې چې کومو نیمګړتیاوو شتون درلود، د هغو د اصلاح توصیه ورته وشوه.

د معارف مسوولینو د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې لوائح او مقررات بیان کړل، له خپل لوري یې د لا ډیرو مرستو ژمنې وکړې او د مدرسو او ښوونځيو استاذان یې وهڅول چې د زده کوونکو د ښې روزنې په برخه کې او همداراز په تدریسي چارو کې  دې ګټور او ګړندي ګامونه واخلي.

دا هم ولولئ  هرات : اوبۍ کې پوسته فتح ګڼ مهمات دمجاهدینولاس ته ورغلي

دغه راز د غونډې ګډونوالو هم د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې له مسوولینو څخه مننه وکړه او د هغوی هڅې یې دقدر وړ وبللې او له خپل لوري یې د هر راز ممکنه مرستې ژمنه وکړه.

همدا راز د معارف مشرانو د یادو ولسوالیو د قومي مشرانو، پوهانو او د ښوونيزو ادارو د مسؤلینو نظریات واوریدل او د هغوی سره یې دعملي کولو ژمنې وکړې او په راتلونکي کې ېي د دارنګه مجالسو جوړول اړین وبلل.

غونډې دقرآن مجیددمبارکوآیتونوپه تلاوت سره پیل او د هیواد د نیکمرغي په دعا پای ته ورسیدلې. جمعه (11 دشوال المکرم۱۴۴۰) هق 14/۶/۲۰۱۹ م



Close