تازه او عاجل خبر

میدان وردګ: نرخ کې د نفوذي مجاهد په مرسته پوسته فتحه، ۵ اربکیان قتل، وسلې ونیول شوې

د الفتح بریمنو جهادي عملیاتو په لړ کې نن ماسپښین ۱ بجه د یو نفوذي مجاهد په مرسته د میدان وردګ ولایت، نرخ ولسوالۍ اړوند د خیرالدین کلا په نوم پوسته په بشپړ ډول فتحه ، د اربکیانو د وحشي قومندان نبیګي په ګډون ۵ تنه اربکیان قتل شوي، چې جسدونه یې اوس هم په پوسته کې پراته دي.

د نورو مجاهدینو له ورتګ سره پوسته سوځول شوې یو سراچه موټر، ۱ راکټ، ۲ پیکا ماشندار،۴ کلاشینکوفونه، ۲ د برق جرناتورونه اوګڼ شمیرمهمات، سامانونه او نور توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

نفوذي مجاهد هم روغ رمټ دي او له مجاهدینو ملګرو سره یو ځای شوی دی.

2019/8/17



دا هم ولولئ  په کابل او پروان کې د فدايي بریدونو له امله لسګونه د کابل ادارې عسکر او امنيتي کسان ووژل شول
Close