تازه او عاجل خبر

میدان ورګ: په صفریک قطعې د کمین برید، ۵ رینجر،ډير ټانکونه ویجاړ ګڼ عسکر مړه او ژوبل کړل

د الخندق عملیاتو په ځپونکي جریان کې نن غرمه مهال د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند ملي خیلو سیمه کې د مجاهدینو لخوا د صفریک قطعې په نامه د مزدور دښمن د وحشي استخباراتي عسکرو په  قطار د کمین بریدونه ترسره شول.
د دغو بریدونو په ترڅ کې د صفریک قطعې ۵ رینجر او ډيرهاموې ټانکونه ویجاړ شول، همدا ډول ګڼ شمیر عسکر هم وژل شوي او ټپيان دي.
د معلوماتو له مخې د دښمن ګڼ شمیر جسدونه او د وسائطو پرزې د سړک په سر خواره واره پراته دي.
په نښته کې مجاهدین الحمدلله هيڅ زیان نلري.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۳/۱۴۴۰هـ ق
۱۱/۹/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/2م



دا هم ولولئ  فراه : فراه رودکې د مجاهدینو او خلګو دګډي همکارۍ په تړاو شانداره غونډه ترسره شوه

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close