شعرونه

ناقراره اوښکي / زُهاد

تپاندزُهاد

له سترګو مې را اُورې ناقراره اوښکي تل
تودې تودې بهیږې له فرهاره اوښکي تل

دکوم شهید وقبر ته ډیوې دعشق کړم بلې
میلمه دزړه په کور کي بي مزاره اوښکي تل

خپل اوښکو ته حیران یم چي دا څنګه رابهیږي
مل شوې را سره دي تر سهاره اوښکي تل

مرګیه رانه څه غواړي تول چم دي راڅه واخست
کاروان دي جنازې دي په دې لاره اوښکي تل

منګي دي که ګودر دي که چینه ټوله خفه ده
زه وینم چي را څاڅي له چناره اوښکي تل

محراب سلګو نیولي چي له کلي بلال تللي
ممبر هم شهید شوي له مناره اوښکي تل

چي تل په سلګو سریم زه(تپاندزُهاد)له بخته
راپه برخه راپه برخه دي سرشاره اوښکي تل



دا هم ولولئ  د آزادۍ شمال / فکرمل طالب

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close