تازه او عاجل خبر

ننګرهار: حصارک کې ګډ دښمن د چاپې په مهال ګڼ کورونه ویجاړ، ۱۳ کلیوال شهیدان او ټپیان کړل

تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند سرندو سیمه کې امریکایي اشغالګرو د داخلي غلامانو په ملتیا د ملکي خلکو په کورونو وحشیانه چاپې ووهلې .

ګډ دښمن د چاپې په مهال د کورونو دروازې په بمونو والوزولې، کورونه یې تالاشي کړل، خلک یې ووهل او خلکو ته یې درانه زیانونه واړول.

دغه راز امریکایي اشغالګرو په سیمه کې د خلکو په کورونو وحشیانه بمبارۍ هم ترسره کړې، چې له امله یې ګڼ کورونه ویجاړ، ۸ تنه بې دفاع کلیوال  شهیدان شول او ۵ تنه  نور ټپیان دي.

په بمباریو کې د خلکو زیات شمیر څاروي او حیوانات هم وژل شوي دي.



دا هم ولولئ  بلخ : چهاربولک کې د تعلـیم او تربیـې کمیسـیون غونډه جوړه کړه

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close