کورني خبرونه

ننګرهار غني خیلو کې د یادې ولسوالۍ ولسوال(سبحان الله) له ۲ ساتونکو سره ووژل شو

د الخندق عملیاتوله درې ورځنۍ وقفې وروسته نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د ننګرهار ولایت غني خیلو ولسوالۍ اړوند د فرش په نوم پوستې ته نژدې شیرګړ سیمې ته په غزیدلې لاره د یادې ولسوالۍ له پاره د ګوډاګۍ ادارې په ولسوال (سبحان الله کارپوه) د اسلامي امارت مجاهدینو کارنده ناڅاپي برید ترسره کړ.

یاد ولسوال د ولسوالۍ په مقام علاوه د نوموړي ولایت د ۲۲ ولسوالیو له پاره د والي د مشاور په حیث هم دنده ترسره کوله.

خبروایي په یاد بریدکې نوموړی او ۲ تنه ساتونکي یې ځای په ځای ووژل شول اووسلې یې له مهماتو سره د مجاهدینو لاس ته ورغلې.

په خبر کې ویل شوي، چې نوموړی ولسوال زیات وحشي او ظالم کس و، چې په وژل کیدو سره به یې د سیمې مظلوم ولسونه د آرام ساه واخلي.

2018/6/18



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close