تازه او عاجل خبر

ننګرهار: غني خیلو کې پوسته فتحه، ټانک ویجاړ او پکې سپاره ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې تیره شپه مجاهدینو د ننګرهار ولایت غني خیلو ولسوالۍ اړوند، نهویشتمې ویالې اړوند، بوړک په نوم د مزدور دښمن په پوسته وسلوال بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې یاده شرځاله په مکمل ډول فتحه او ویجاړه کړل شوه.

وروسته هغه کومکي ګوډاګیان هم د مجاهدینو له ځپونکي غبرګون سره مخ شول، چې د پوستې ژغورلو هڅه یې کوله او په ترڅ کې یې ۱ ټانک په مکمل ډول تخریب او پکې سپاره ګوډاګیان مړه او ژوبل شول.

2019/5/16



دا هم ولولئ  کاپیسا: تګاب کې په پوسته برید ۵ عسکر مړه او ژوبل کړل
Close