تازه او عاجل خبر

ننګرهار کې د تعلیم او تربیې مسئولینو له یو شمیر مدارسو او دارالحفاظونو سره مرستې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت  تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون لخوا دننګرهار ولایت په شمېر ولسوالیو کې د دیني لیلیه مدارسو، کلیوالي مدارسو او دارالحفاظونو سره د یو لړ ضروري اجناسو او نغدي مرستو د وېش او د تعلیمي بهیر د پیاوړتیا په موخه ګډه غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د ولسوالیو د تعلیم اوتربیې مسؤلینو، علماءکرامو د مدارسو مهتممینو او  استاذانو ګډون کړی وو.

غونډه دماسپښین له لمانځه وروسته د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره  پیل شوه.

ورپسې د ولسوالیو د تعلیم او تربیې مسؤلینو لخوا د مدارسو مهتممینو او استاذانو ته د نوي تعلیمي کال د پیل کولو د مبارکۍ تر څنګ د مدارسو د لاپیاوړتیا او تدریسي بهیر د چټکوالي په موخه هراړخیزې ویناوې وشوې.

همدارنګه یې دمدارسو مهتممینو او استاذانو ته داسلامي امارت دتعلیم او تربیې اصول او لوایح په ډېر ښه ډول بیان کړل، مهتممین او استاذان یې وهڅول ترڅو نوی نسل د تعلیم او تربیې په دواړو اړخونو کې په ښه ډول وروزي او په راتلونکي کې باتعلیمه قشر ټولنې ته وړاندې کړي.

دا هم ولولئ  میدان وردګ: جلریز کې په واده برید زوم او د کورنۍ غړي یې په شهادت رسولي دي

همداراز داسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسؤلینو د مهتممینو څخه مننه وکړه چې په پوره ایماندارۍ او صداقت سره یې کار کړی، داسلامي امارت د تعلیم او تربیې د لوایحو یې پوره درناوی او اطاعت کړی او خپل مسؤلیتونه یې په ښه توګه سرته رسولي دي.

غونډې ته د  ویناوو په مهال علماء کرامو او د مدارسو مهتممینو د اسلامي امارت له دغو مرستو څخه   مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسؤلین یې وخت په وخت پوښتنه او نظارت کوي،  له حالاتو یې خبر اخلي او د ستونزو د پیدا کېدو سره سم یې د حل لارې چارې لټوي.

وروسته د مدارسو او دارالحفاظونو په مهتممینو د یو لړ ضروري اجناسو او یوه اندازه نغدې مرستې هم وویشل شوې.

یاده مرسته  د ننګرهار ولایت د تعلیم او تربیې ریاست له خوا د غني خېل، مهمندره، لعلپوره، بټي کوټ، سپین غر، حصارک، شیرازادو، خوګیاڼیو او پچیر آګام ولسوالیو د یو شمېر دیني مدارسو، کلیوالي مدار سو او دارالحفاظونو سره وشوه.

دا هم ولولئ  زابل : شینکۍ کې دنفوذي مجاهدینو په مټ مهمه پوسته فتح ۹ پولیس اسیران ۲قتل یورینجر اوګڼ مهمات ترلاسه شول

په مرسته شویو  اجناسو کې د لمریزې برېښنا تختې، بیټریانې، د چت پکي، پلاستیکي فرشونه، داوبو ترموزونه، د قرآنکریم د ایښودلو رحیلونه او همدارنګه یوه اندازه نغدې مرستې شاملې وې.

غونډه وروسته  د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close