سیاسي لېکنې

نوی کال او نوې هیلې !

شاهد (غزنیوال):

نوی ۱۳۹۸ کال په داسې حال پر افغانانو راځي چې د جګړو ، بمونو او وحشتونو په لمبو کې هغوی د سولې او امن سیوري ته هم هیله مندي لري.

که له یوې خوا مریکايي اشغالګر او د هغوی اردلیان پر مظلومو افغانانو بمونه او توپونه اوروي ، خو له بلې خوا بیا همدا افغانان د بین الافغاني تفاهم په پلمه په لویوغونډو او جرګو کې سره راټولیږي ، د خپل هیواد د راتلونکي په اړه غږیږی ، تبادل نظر کوي او داسې ټکیو ته سره نیږدي کیږي چې وکړای شي له مخې یې د هیواد روان څلویښت کلن ناورین ته ورکې د پای ټکی کیښودل شي.

اشغالګرو امریکایانو چې ۱۹ کاله وړاندې یې زمونږ د هیواد پر حریم یرغل وکړ او دلته یې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه مغروره جګړه مارې لښکرې راوستلې نن یې الحمد لله د افغان مجاهد ولس د جهادي مقاومت له امله هماغه ټول کفري غرور تر پښو لاندې شوی او په ټیټو سترګو د مجاهدینو مشروعو غوښتنو منلو ته اړیستل شوي دي.

د افغان مجاهد ولس د ځپلو او محکومولو لپاره د امریکايي اشغالګرو ټول پوځي ، تخنیکي او استخباراتي ځواک اوبه شوی او ټولې شیطاني دسیسې یې شنډې شوې دي.

دا هم ولولئ  د افغانستان لپاره د المان خاص استازي د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

اوس هغوی ته هیڅ داسې وسیله نه ده ورپاتي چې خپل هدف ته د رسیدو په لاره کې دوی ته موثریت ولري.

په افغانستان کې په خپلو فاسدو مزدورانو دومره بي اعتماده شوي چې نور نه دوي خپله د مجاهدینو په وړاندې د مقاومت تاب لري او نه یې هم اجرتي مزدوران له مجاهدینو سره د جنګیدلو روحیه .

فاسدو مزدورانو یې هم خپل منځي وحدت له لاسه ورکړی او هریو د بل په خلاف په توطیو او سازشونه جوړولو لګیادی.

د دې ترڅنګ د مجاهدینو صف ورځ تربلې محکم او مضبوط  او د مقاومت په سنګرونو کې یې پوځي وړتیا او جهادي روحیه مخ په لوړیدو ده.

سره له دې چې لا هم امریکايي اشغالګر او د هغوی ایتلافي انډیوالان ( ناټو ځواکونه ) له خپلو ټولو پرمختللیو وسائلو سره په افغانستان کې میشت دي ، خو له هغه سره سره د هیواد تر نیمايي زیاته برخه د مجاهدینو تر کنټرول لاندې ده.

مجاهدین له پراخ ولسي حمایت څخه برخمن او د هیواد په مفتوحه سیمو کې ټولې اداري چاري د ولس په ملتیا پرمخ وړي.

دا هم ولولئ  روژه او تازه بریاوې

د ولسي حمایت ترڅنګ نړیوال هم دیته تیار شوي چې د جهاي مقاومت له برحقې داعيي نه ملاتړ وکړي ، هغه په رسمیت وپيژني او د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې له هغوی سره  سیاسي اړیکې ټینګې کړي ‎.

په مسکو کې د افغانستان په اړه په رابلل شوي کانفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي استازیو رسمي ګډون، او دوهم ځل د مسکو په بین الافغاني غونډه کې د اسلامي امارت فعاله برخه ، د ازبکستان ، ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو لخوا د اسلامي امارت سیاسي استازیو ته رسمي بلنې او له هغوی سره ملاقاتونه ټول زمونږ د ادعاء ښکاره بیلګې دي.

پورتني واقعیتونه هغه څه دي چې مونږ ته په نوي کال کې د نویو ښوهیلو هیله مندي را کوي.

لوی خدای دې نوی ۱۳۹۸هجري لمریزکال د افغان جګړه ځپلي ولس لپاره د سولې ، سوکالۍ او امن کال وګرځوي.

الله تعالی دې نور ځوریدلي افغانان په خپل هیواد کې د اسلامي حاکمیت تر سوري لاندې د هوسا، بسیا او نیکمرغه ژوند څښتنان کړي.

اللهم آمین



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

Close