ټولنيزې ليکنې

نوې سندره مو اوریدلې؟!!

ژباړه : سعیدالرحمن

 اوسني وخت کې دا پدیده ډیره په بیړه په خپریدو ده چې دا الفاظ به ډیر اوري :

نوې سندره مو اوریدلې؟؟

د دیو په ګمان باندې چې دا یوه ثقافتي سیالۍ ده، خو په دې نه پوهیږي چې دا د زړه د سختوالې تر ټولو ستر لامل دی، زنا او بې حیایې ته د بلنې ترټولو لنډه لار ده، سندرې په اوسني وختو کې ډير زیاتې په خپریدو دي، چې ډیری خلک یې روا بولي، ځینې یې یوازې د لمونځ او د اذان پر مهال ناروا وبولې!! او ځینې نور بیا د نورو ژبو سندري روا بولې په دې دلیل باندې چې څوک ورباندې نه پوهیږي، او د دې ترڅنګ د سندرو په زده کړه باندې روږدي دي، د تل د پاره یې په خپلو ژبو باندې زمزمه کوي، بل اړخ ته یې د الله کتاب هیر کړیدی، که ته د یو تن نه وپوښتئ چې څو سپارې د زده دي؟

ته به جواب په نه سره ومومې؛ خو که چیرته ورنه د سندور په باره کې وپوښتې چې سومره سندرې د زده دي، په پرله پسې توګه به درته ډیرې سندرې ولولي، پکار خو دا وه چې د الله کتاب په اوریدو او زده کړه یې کې سیالي او پرمختګ کړی وي لکه څرنګه چې الله فرمایلي دي: ( وفی ذالک فلیتنافس المتنافسون) خو د سندرو او بې ځایه وییونو(کلماتو) په زده کړه سیالۍ اوپر ځڼګ ته پاملرنه کړیده .

له دې امله د سندرو په باره کې یو ځو موضوعات ستاسو چوپړ ته وړاندې کوم :

د سندرو اوریدل څه حکم لري؟

سندرې اوریدل دا حرام او ناروا کار دی ، د انسان زړه د سختوالي په رنځ اخته کوي ، او د الله د ذکر نه خلک بې لارې کوي .

دا هم ولولئ  د سولې امیدونه او د اشغالګرو وحشتونه

ډیرو مفسرینو د دې ایت تفسیر داسې کړیدي:

(( ومن الناس من یشتری لهو الحدیث)) لقمان : ۶ .

ژباړه: ځینې انسانان بې ځایه خبرې (سندرې) اخلي.

دا سندرې دي، عبدالله بن مسعور رضي الله عنه به په قسم سره ویل چې (لهو الحدیث )بې ځایه خبرې هغه سندري دي، کوم وخت چې ورسره د سندرو سامان لکه : رباب، تمبل یوځای بیا یې حرمت نور هم ډیر سخت شو.

د مؤمن دپاره لازمه ده چې د سندرو د اورید د ځان وژغوري، د الله د پیغمبر نه په صحیح روایت کې راغلي دي:

(( لیکونن من امتي اقوام یستحلون الحر والحریر و الخمر والمعازف)).

ژباړه: زما په امت کې به داسې خلک راپیدا شي چې زنا کول ، وریښم په تن کول ، شراب څښل او سندرې ویل به حلال ګڼي.

حِر َ: ناروا عورت ته نږدي کیدل یعنی زناکول .

معازف : سندرې او د سندرو الات او سامان ته وایې .

سندرې انسان ناروا کړنو او بې حیایې ته رابلي.

هر تن چې سندرې اوري هغه حرام حلال ګڼي، له هغې ورسته زلمي بیا د پیغلې په لټه کې شي تر څو ورته دا سندرې واوروي، تر دې پورې چې شیطان یې په رذالت او بې حیایې په کولو باندې مجبور کړي.

سندرې د زنا لار ده، هر هغه تن چې سندري اوري هغې ته د الله نافرماني کول هم اسانه شي، ځکه چې شیطان په دې انسان باندې حاکم او قابض شي او د انسان ټولو اندامونه د خواهش تابع شي، هر ناروا عمل چې ترسره کوي دا ورته یو عادي او اسانه کار ښکاري، او دا یې له یاده وتلي وي چې سمیع او بصیر ذات شته چې د اوه اسمانونه د بره نه تا ویني او په تا باندې قادر دي.

دا هم ولولئ  د مذاکراتو پروسه او واقعیتونه

علاج او بچاو

انسانه ستا عمر د دقیقو نه عبارت دی ، بلکې د ثانیو، او د لحظو نه عبارت دی ، دا ټول شیانو به د تا سره حساب کیږي، که د مانځه په وخت کې وي او که غیر د مانځه د وخت نه وي، دوه ملائک دي چې ستا د بلوغ نه تر مرګ تر وخته پورې هر کړنه د ځان سره لیکي، او دا تا ته څه معلومات دی چې ته به کوم وخت کې وفات کیږي…. شاید تر اوس وفات شي او سندرې له ځانه سره وایې !! یا وفات شي پداسې حال کې چې ته سندرې اوري!! دا به څومره ناوړه خاتمه وي. د انسان په ورځ د قیامت کې پورته کیدل به د هغه چا سره وي چې د هغې سره مېنه لري، ایا ته غواړي چې ته د ډمانو په ټولګې کې راپورته شئ؟!!

او که غواړې چې د الله د پیغمبر او د هغې د خوږو ملګرو صحابو سره راپورته شي … د توبې په طرف په بیړه ولاړ شه او توبه اوباسه هر هغه څوک چې له ګناه توبه وباسي داسې دی له چې هیڅ ګناه یې نه وي کړې.
زه به له سندروله اوریدڅنګه خلاص شم ؟

ريښتنې توبه اوباسه، او لوی هوډ او عزم وکړه چې سندرې په نه اورم، او ځان ته زورتیا وکړه چې د خپل لوظ په وړاندې څومره وفادار یم ، ټول سامان الات د سندرو له مخې لري او د تل د پاره ورنه ځان خلاص کړه.

امید دی چې الله د سندرو د اوریدو نه منع کړي.

ستاسو د منلو په امید.



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close