سیاسي لېکنې

نړیوال او دناټو غړي هیوادونه یې ولې نه اوري ؟!!

د مورچل مجلې سرمقاله:

داکتوبر په ۳۰ مه نېټه دبشري حقوقو نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې یوځل بیا دامریکایانو له جنګي جنایتونو څخه پرده پورته کړې  او ویلي یې دي چې دامریکاداستخباراتو مرکزي ادارې (C I A) په دغه هیواد کې له بشري حقوقو څخه سرغړونه کړې او په پراخه پیمانه جنګي جنایتونه یې ترسره کړې .

نوموړي سازمان داهم یاده کړې چې ترسره شوي جرمونه امریکایانو دکابل حکومت سره په ګډه اوملي امنیت ته دمنسوبو ځواکونو په مټ ترسره کړي .

دالومړی ځل نه دی، له دې پخوا هم دنړیوالې جنايي محکمې له لوري په افغانستان کې دامریکایانو په ترسره کېدونکو جنایاتو راپورونه ورکړل شوي او ددغو جرمونو دڅېړنې غوښتنه یې کړې .

حقیقت دادی چې امریکایان له ۲۰۰۱ م کال راپدېخوا پرافغانستان دیرغل له لومړۍ ورځې تر ننه له بشري حقوقو په سرغړونو او دجنګي جنایتونو په ارتکاب اخته دي، اوله هماغې ورځې یې دوی او اجیرې نظامي ډلې د ټولو هغو جنګي جرمونو مرتکبین دي چې دجنګي جرمونو محکمه (I C C) یې په خپله اساسنامه کې جنګي جرم بولي . خو دا چې په دې وروستیو کې بیخي اوج ته رسیدلي  نو دبشر دحقوقو نړیوال سازمان هم پرې پټه خوله  پاته نه شواویوځل بیا یې خبره دنړیوالو ترغوږونو ورسوله .‍

دافغانستان اسلامي امارت دملکي تلفاتومخنیوي ته له ژمنتیاسره سره په دې اړه تل غږ پورته کړی او په وار وار یې نړیوال دامریکایانو له پرلپسې ترسره کړو بشري او جنګي جرمونو څخه خبر کړي ، هغوی چې په افغانستان کې عام ولسي وګړي په قصدي ډول په نښه کوي، کورونه، مکاتب، مدرسې، روغتونونه، جوماتونه، او عام المنفعه ځایونه بمباروي، بې دلیله خلک بندیانوي، له محکمې پرته یې په فردي او ډله ایز ډول وژني شکنجې  ورکوي، کم عمره ماشومان په زندانونو کې ساتي، نیمه اتومي، بیلوژیکي وسلې او فاسفورس بمونه، دDaisy Cutter Cruse AGM GM-13میزایل او زهرېله مرمۍ کاروي، دولسي خلکو له کورونو، معلمینو، محصلینو او سپین ږیرو څخه دسپر په توګه کار اخلي، دملکي خلکو ټولي، ودونه، جنازې او دسپرلۍ موټر بمباروي او داسې نور ټول هغه جرمونه او جنایتونه دي چې هیڅ بشري، حقوقي،قضايي او حکومتي جوړښت یې مجاز نه بولي.

دا هم ولولئ  د غني فرمان: سیداباد ونړوئ چې نیویارک امن شي!

دامریکا متحده ایالات تل دهغو نړیوالو تړونونو څخه په شاشوې چې دنړۍ دهیوادونو حقوق پکې په مساویانه ډول خوندي کیږي، نو که څه هم دنړیوالې جنايي محکمې له غړیتوبه یې هم ځان وېستلی، خو په حقوقي لحاظ د دغې محکمې په  غړي هیواد کې په ترسره کېدونکو جنګي جرمونو مجازات کولی شي،  په همدې موخه  د 2017 م کال دنومبر په میاشت کې دنړیوالې جنايي محکمې څارنوالۍ دخپلې اساسنامې داصل له مخې له خپلوقاضیانو غوښتي و چې په افغانستان کې دامریکایانوله لوري دترسره کېدونکو جرمونو تحقیق او څېړنه وکړي، ځکه چې دوی یې ترډېره شواهد ترلاسه کړي وو،  خو امریکايې کلک مخالفت وکړ اوپه مقابل کې یې هیڅ غبرګونه ونه ښودل شو.

اوس خبره داده هغه هیوادونه چې د نړیوالې جنايي محکمې غړیتوب لري، په کوم مجوز په افغانستان کې دامریکا داشغال حمایت کوي او ولې دغه ډول بې پرې تحقیقات هم له پامه غورځوي په داسې حال کې چې همدوی د دغو موسسو غړیتوب لري دغه راز په کوم  اساس د دغه راپورونو په څنګ کولوسره  دامریکادلاسپوڅي نظام سره دیپلوماتیکي اړیکي ساتي ؟ په داسې حال کې چې پخپله همدا نظام هم  دنړیوالې جنایي محکمې اساسنامې ته ژمن نه دی او دغه سرغړونې د دوی  په تشکیلاتو کې ترسره کیږي .

دا هم ولولئ  یرغل باید هم پای ته ورسیږي!

دافغانستان اسلامي امارت په ټولو نړیوالو اوپه سرکې یې په نړیواله ټولنه او دناټو په غړو هیوادونو غږ کوي چې په دې اړه دې نور بې تفاوته نه پاتې کیږي او دافغانستان دخلکو غږ دې واوري، مجاهدین پرځان دترحم سوال خپل دښمن ته نه کوي، خو پرعام ولس دظلم دمخنیوي لپاره له هرې ممکنه لارې هڅې کوي، که خدای مه کړه له دې وروسته بیا هم په دغو جرمونو همداسې چوپتیااوسکوت اختیاریږي نوله شک پرته چې دابه بېرته بیا پرهمدوی باندې دلیل وي .



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close