تازه او عاجل خبر

هرات ولایت کې د حافظانو د فراغت په ویاړ ستره علمي غونډه جوړه شوه

پرون سهار دجمعی  ورځ د هرات ولایت دکهسان ولسوالۍ داسلام قلعه د  (خالدابن ولیدرض) په مدرسه کی  د۲۰تنوحافظانودحفظ القرآن د شاګردانو د فراغت په مناسبت یوه ستره علمي او روحاني غونډه تر سره شوه.

غونډه کې د تعلیم او تربیې پر سیمه ییزو مسوولینو سربېره ګڼو علماوو، قومي مخورو، دمدارسو استاذانو، شاګردانو او عامو ولسي خلکو ګډون وکړ.

غونډې ته مسوولینو او جیدو علماء کرامو خپلې قیمتي او علمي ویناوې واورولې، د دیني علومو د زدکړې پر اهمیت او ضرورت یې ټینګار وکړ او هیوادوال یې د قرآنکریم زده کړې ، د مساجدو او مدارسو ساتنې ته وهڅول او وعده یې وکړه چې له تاسو سره به یو ځای د هیواد د بچیانو په روزنه کې لا نورې هڅې کوي او خپل شرعي او افغاني مسؤلیت به ادا کوي.

یاده مدرسه چې د کهسان ولسوالۍ د اسلام قلعه دبازار دکنج په سیمه کی  فعاله ده، د تل په څېر یې سږ کال هم ۲۰ نفره د حفظ القرآن حافظان شاګردان فارغ او د خدمت لپاره یې ټولنې ته وړاندې کړل.   

دا هم ولولئ  زابل : میزانه کې ټانګ ویجاړ ۴ مزدور عسکر پکې ووژل شو

په دې ویاړ دائره شوې علمي غونډه  غرمه ۱۱بجې د قرآن کریم په تلاوت پیل، دجمعی دلمانځه وروستۍ برخه کې د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېده.

۱۹ /۴/۲۰۱۹



دا هم ولولئ

Close