
تازه او عاجل خبر
هرات : ګذره کې مهمه قرارګاه فتح ۱۶ تنه اربکیان قتل ګڼ شمېر مهمات ولجه شول
دالخندق عملیاتو په لړکې بیګاه شپه دهرات ولایت دګذرې ولسوالۍ اړوند د پیرخوله په سیمه کې داسلامي امارت مجاهدینو دمزدورو اربکیانو پر مهمه قرارګاه پراخ وسلوال بریدترسره کړ
برید چې پکې سپکې ، درنې اولیزري وسلې وکارول شوي پوره ۳ ساعتونه یې دوام وکړ
دبریدپه پایله کې قرارګاه په ټولیزه توګه فتح اوپکې میشت ۱۶ تنه مزدور اربکیان ځای پرځای قتل ۲ نور زخمیان پاتي یې په تېښته تللي
په قرارګاه کې له دښمن څخه ۵ ثقیلان،۲ آرپي جي راکټونه ، یوهشتادودو ، یودرازکوف ، یو ه توپنګچه ، یو خفګون کلاشینکوف ، ۱۹ نور کلاشینکوفونه پنځه مخابرې اوګڼ شمېر مرمۍ اونور مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلل
مجاهدینو ته لله الحمد هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی