تازه او عاجل خبر

هلمند:نادعلي کې ددښمن دجنایت او تلفاتو وروستي جزئیات

دهلمند ولایت له نادعلي ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي : هغه یرغلګر چې دخپلو مزدورو عسکرو په ملتیا دهوایي ملاتړ په مټ  په ګڼ شمېر ټانګونو اوموټرو کې  دوشراب له هوایي اډې څخه د  همدي ولسوالۍ د ګل اغا بازار سیمي ته دعملیاتوپه موخه راوتلي ؤ مازدیګر دتلفاتو په لیدلوسره  بیرته په تېښته ولاړل

خبرزیاتوي : سهار ۷ بجې یې یوغټ زغروال ټانګ  دکمین په ترځ کې دهشتادودو په مټ وویشتل شو چې په بشپړه توګه ویجاړ اوپکې سپاره عسکر ځای پرځای ووژل شول

وروسته دیرغلګرو الوتکوپه  همدي ټانګ ۵ لوی لوی بمونه وغورځول اوټانګ یې ټوټي ټوټي کړ

همداراز غرمه مهال ۲ تنه نور مزدور کمانډو عسکر ووژل شول

یرغلګرو اودهغوی ګوډاګیانو دانتقام په موخه  په سیمه کې دملکي خلکو په کورونو توغندي وارکړي  اوهم یې سخت بمبارکړی

دبمبار اوتوغندیزبریدونو له امله  دوه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي  او۱۲ تنه ښځي اوماشومان یې شهیدان کړي او ۴ نور زخمیان شوي

دا هم ولولئ  هرات : غوریان کې پوسته فتح ۹ مزدورعسکرقتل یو ژوندی نیول شوی

همداراز یې یو فلډرموټر  اویو ډاډسن موټر هم ویشتلي اوپکې سپاره چلونکي یو یې زخمي اویوبل شهیدشوی . انالله واناالیه راجعون

داچې دښمن ادعاء کړي چې په دې عملیاتوکې یې ۳۰ تنه مجاهدین شهیدان کړي  هیڅ حقیقت نه لري

مجاهدینو ته لله الحمد هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی

2018/10/10



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close