تازه او عاجل خبر

هلمند: لشکرګاه ته څیرمه نفوذي مجاهدینو ۹ مزدور اربکیان قتل وسلې یې ولجه کړي

دهلمند ولایت د مرکز لشکرګاه  اړوند د خاکسار جامعې په سیمه کې  بیګاه شپه ۲ بجې  داسلامي امارت  ۳ تنه نفوذي مجاهدینو په   ۲ پوستو کې په میشتو  سنګوري اربکیانو دخپلو ټوپکو نو شپیلۍ راواړولي

په دې اتلوال برید کې  له نفوذي مجاهدینو سره نورو مجاهدینو هم مرسته وکړه چې په پایله کې یې ۹ تنه  اربکیان ځای پرځای قتل شول  او ۲ پوستې په بشپړه توګه فتح شوي

له پېښي وروسته مجاهدین ددښمن له ۹ میله وسلو سره  روغ رمټ ترخپلو مرکزونو پوري راورسیدل

2019/2/10



دا هم ولولئ  فارياب : شيرين تګاب کې دقومندان په شمول ۴ اربکیان ژوبل یو قتل شوی
Close