تازه او عاجل خبر

هلمند: مارجه ۴ ورځنۍ جګړه کې دمزدوردښمن ۱۰ شوبلې ۲موټر ویجاړ۱۹ مزدورعسکر ویشتل شوي

دهلمند ولایت له مارجې ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي : دمزدوردښمن  هغه عملیاتي قوه چې څلور ورځي وړاندي دیادي ولسوالۍ مربوطاتوته  د یرغلګرو په هوایي ملاتړسره په ګڼ شمېرموټرو ، شوبلو اوټانګونوکې راغلي وه  ددرنوتلفاتوپه لیدلوسره بیرته په تېښته مجبوره کړی شوه

په دې تېرو ۴ ورځوکې  دمزدوردښمن  لس شوبلې   او دوه کمازموټر دخښ کړی شویو ماینونو په مټ له منځه تللي او همداراز ۶ چاودني ددښمن په پلي عسکرو اوپولیسو شوي  چې دښمن ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتي

همداراز ۱۹ تنه مزدور عسکر ،پولیس اواربکیان په مخامخ بریدونوکې وېشتل شوي دي

په سیمه کې دښمن بمبارونه هم کړي چې له امله یې  دوه تنه مجاهدین زخمیان شوي او ۴ تنه  کلیوال  شهیدان شوي دي . انالله واناالیه راجعون



دا هم ولولئ  فراه : شیبکوه کې د مجاهدینو او خلګو دګډي همکارۍ په تړاو شانداره غونډه ترسره شوه

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close