تازه او عاجل خبر

هلمند: نهرسراج کې دجګړې وروستي جزئیات

دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ اړوند د نهرسراج له سیمي نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي : هغه جګړه چې بیګاه شپه شاوخوا یوه بجه د سره شاخ په سیمه کې  له چاپه وهونکو امریکایي یرغلګرو او مزدورو کمانډویانوسره ونښته سهار۸ بجې ددښمن په تېښته سره پایه ده ورسیده

په دې جګړه کې ددښمن یوه چورلکه د راکټ په مټ وویشتل شوه په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره یرغلګر او مزدورعسکر ووژل شول 

همداراز په مخامخ جګړه کې هم څلورتنه  وویشتل شول

سهارسیمي ته ګڼ شمېر نور عسکر له کندهارڅخه په ویګو موټرو کې راورسیدل چې  دوه موټریې دخښ کړی شویو ماینونوپه مټ ویجاړ اوپکې سپاره عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

دښمن سهار ۸ بجې له سیمي نه په داسي حال کې وتښتید چې ۸ تنه کلیوال یې له ځان سره دبندیانوپه توګه یووړل

 په جګړه کې یوتن مجاهد هم زخمي شوی

2018/5/13



دا هم ولولئ  پروان : سیاه ګرد د پوهنې کمیسیون د چیلان درې له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close