تازه او عاجل خبر

هلمند: ګرشک کې ګډدښمن ۸ تنه بزګران اولوګري شهیدان یو زخمي کړی

یرغلګرو دخپلو مزدورانو په ملتیا د جنایتونو په سلسله کې  بیګاه شپه ۱۰ بجې  د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ اړوند د قلعه  ګز د طاق مسجد په سیمه کې دالوتکوپه مټ دملکي خلکوپر کورونو چاپه وهلي

ګډ دښمن دچاپي په مهال  ګڼ کورونه تلاشي کړي ، ملکي خلک یې وهلي ډبولي دي

همداراز دښمن په  کروندو بمبار کړی چې له امله یې ۸ تنه بزګران او لَوګري  شهیدان اویوبل زخمي کړی . انالله واناالیه راجعون

دښمن دوحشت په سرته رسولو سره  دشپې پر ۲ بجې بیرته له سیمي نه  تللي دي

2019/5/19



دا هم ولولئ  فراه : پرچمن یوکلی  له مزدو ردښمن نه تصفیه ۵ تنه تسلیم ، ۲ ژوبل اویو ژوندی نیول شوی

دا هم وګورئ

Close
Close