تازه او عاجل خبر

وروستي جزئیات: غزني مقر کې ۱۸ ټانګونه او رینجر ویجاړ، ۱۰۲ تنه عسکر او پولیس مړه او ټپيان شول

د الخندق عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې  تیره  شپه شاوخوا ۱ بجه د غزني ولایت مقر ولسوالۍ په ودانۍ، امنیه قومندانۍ او د مزدورو عسکرو  په غټه اومهمه قرارګاه  داسلامي امارت د استشهادي کنډک یو تن قهرمان فدایي مجاهد د موټر بم په وسیله  چې په زیاته انداره چاودیدونکي مواد  په کې ځای په ځای شوي وو، اتلوال استشهادي برید ترسره کړ.

د ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومندانۍ او د مزدورو عسکرو   قراراګاه   درې واړه په  یوه محوطه کې  پرتې دي  او د ټولو یوه دروازه ده.

د د دغه اتلوال او ځپونکي برید په پایله کې  د دښمن بیخ وایستل شو.

د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس د  ولسوالۍ ودانۍ،  قراراګاه او د امنیه قومندانۍ ودانۍپه بشپړه توګه ویجاړې او له خاورو سره خاورې شوې.

دغه راز  ۸ ټانګونه، ۷ عرادې رینجر موټر او د ننه په ودانیو کې د وسلو او مهماتو زیرمې او نور سامانونه  په ټولیزه توګه ویجاړ او له منځه لاړل.

دا هم ولولئ  زابل: قلات کې دآصف دوهم معاون او۲پولیس قتل مهمات یې ولجه شول

همدرانګه  ۵۱ تنه عسکر او پولیس ووژ ل شول، ۳۳  تنه نور ټپیان دي.

دغه راز په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ مربوط عزت کلا، چنبرانو او بهرانه سیمو کې د شریرو اربکیانو په پوستو هم کارنده بریدونه پیل شول چې تر نن ماښام پورې یې دوام درلود.

وروستي خبرونه وایي چې  د نښتو  په جریان کې په  عزت کلا سیمه کې  ۲ پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې.

دغه راز  د  اربکي قومندان (حاجی محمد) په ګډون ۱۸ تنه عسکر، پولیس او اربکیان ووژل شول، یو شمیر نور ټپیان  او پاتي نور په تیښته لاړل.

له دې علاوه د دښمن ۳ ټانګونه هم د ماینونو په چاودنو او مخامخ بریدونو کې  په ټولیزه توګه ویجاړ شول چې ټوټې او بدني یې د جګړې په میدان پرتې دي.

په فتحه شویو پوستو کې له دښمن څخه ۲ عرادې موټرسایکلونه او په زیاته اندازه وسلې اومهمات هم د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

دا هم ولولئ  کندز: امام صاحب کې ۳ ټانګونه ویجاړ، ۲۴ تنه کمانډو عسکر او پولیس مړه او ټپیان شول


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close