تازه او عاجل خبر

وروستي جزئیات: کندز چهاردره کې د عملیاتي قوې ۳ ټانګونه ویجاړ، ۳ امریکايي او ۲۹ کمانډو عسکر مړه او ټپیان شول

له کندز ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي، چې درې ورځې وړاندي د یاد ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند نهرصوفي، شیخان، خرکارانو، لغمانو،زاخیل، غونډۍ،  حضرتانو او میاګانو سیمو ته  د عملیاتو  په موخه د امریکایي اشغالګرو او مزدورو عسکرو ګډه قوه راغله، چې د مجاهدینو له کلک او ځپونکي غبرګون سره مخامخ شوه او درنه جګړه پیل شوه.

د خبر په اساس د جګړې په جریان کې د ګډ دښمن په راغلې قوه  د ځای په ځای شویو ماینونوچاودنې او مخامخ بریدونه ترسره شول، چې  په پایله کې یې ۲ تنه امریکایي اشغالګر عسکر،  ۱۹ تنه داخلي کمانډو عسکر او ۲ تنه اربکیان  ووژل شول، ۱ تن امریکایي، ۶ تنه کمانډو عسکر او ۲ تنه اربکیان مرګوني ټپیان شول.

له سیمې نه د الاماره ویب پاڼې همکار په خپل رالیږلي راپور کې کاږي، چې وارخطا دښمن د مجاهدینو په وړاندي په سیمه کې یوقدم پرمختګ  هم نه دی کړی، بې رحمه دښمن  د خپلو تلفاتو غچ له  بې دفاع ملکیانو څخه واخیست.

دا هم ولولئ  مهم خبر: سیداباد کې ۲ پوستې فتحه، ۵ ټانګونه، ۲ رینجر ویجاړ، ۱۵عسکر قتل، ۱ ټانګ، ۱ رینجر، ډیرې وسلې او مهمات ولجه شول

راپور زیاتوي، چې ګډ وحشي دښمن د ملکیانو په ضدله هیڅ راز جنایت څخه  مخ نه دی اړولی او د  وحشیانه بمباریو او د درنو وسلو په بریدونو کې یې د عامو خلکو ګڼ شمیر کورونه ، فصلونه،او عامه ځایونه ویجاړ کړل.

دغه رازد یوې کوچنۍ ماشومې په ګډون  ۴ تنه ولسي وګړي شهیدان شول او د ټپيانو په اړه تردې دمه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

ګډ وحشي دښمن دغه جنایتونه په زاخیلو، غونډۍ، میاګان، شیخان او خرکارانو سیمو کې ترسره کړي دي.

د ګډوحشي دښمن د دغو بې رحمانه بمباریو او وحشیانه بریدونو له امله د سیمې ګڼ شمیر کورنۍ کور پریښودلو ته اړشوې او د سر د خوندي کولو په هدف نورو سیمو ته کوچیدلي دي.

د جګړو په ټول جریان کې  ۳ تنه مجاهدین سربیرن ټپيان شول او د ګډ وحشي دښمن راغلې قوه پرون ناوخته مهال بې له کوم پرمختګ او ملموسي لاس ته راوړنې بیرته له نوموړو سیمو څخه په شرمیدلي ډول وتښتیده.

دا هم ولولئ  فاریاب : چهلګزي کې مزدور دښمن له ۱ قرارګاه او ۷ پوستو په تېښته ولاړل

2018/7/15



دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close