سیاسي لېکنې

وطن له چا څخه ساتئ؟!

د ورځي خبره :

د اسلامي امارت زعامت د کوچني او لوی اختر په مناسبتونو ځانګړې پیغامونه خپروي، په دې پیغامونو کې ولس، مجاهدینو او مسلمه امت ته داختر مبارکې ویل شوې وي، پر دې سربیره دهیواد د روانو حالاتو په اړه داسلامي امارت دریځ توضیح شوي وي، مجاهدینو ته لازمې سپارښتنې شوې وي او…..

تېره ورځ د لوی اختر په مناسبت دامیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخند زاده حفظه الله پیغام خپور شو، پیغام پر پښتو او دري سربیره په عربي، اردو او انګریزي ژبو هم د رسنیو له لارې نشر شو. پیغام دهیواد په مختلفو ولایتونو کې په بازارانو، ښوونځیو، مدرسو او لویو لارو کې پر خلکو وویشل شو. ولس دامیرالمؤمنین پیغام په ډيره لېوالتیا او مینه واخیست او داسلامي امارت دبشپړ حاکمیت دعاګانې یې وکړې.

 دامیرالمؤمنین پیغام دهیواد په روانو سیاسي، نظامي او اجتماعي وضعیت مشتمل دی،په لاندې کرښو کې دهمدې پیغام څو برخو ته اشاره کوو:

دامیرالمؤمنین حفظه الله په اختریز پیغام کې دمجاهدینو د قربانیو ستاینه شوې او مجاهدین متوجه شوي چې له خپل مظلوم ولس سره نیکه رویه وکړي، دعام المنفعه تاسیساتو، تعلیمي ادارو، روغتیایې مرکزونو ساتنه وکړي او د ولس دسوکالۍ، هوساینې او امنیت په برخو کې ټولې هڅې په کار واچوي.

دا هم ولولئ  اشرف غني او که د واشنګټن ځانمرګی سکورټي کارد

یرغلګرو ته ویل شوي چې که واقعا دمسئلې سوله ییز حل غواړئ، نو داستوګني پر سیمو، مسجدونو،ښوونځیو ، کلینیکونو او بازارونو له وحشیانه چاپو او حملو څخه لاس واخلئ،د ښځو او ماشومانو شهیدول ودروئ او دافغانستان د سولې ا و جګړې په اړه  ضد ونقیض څرګندونې پرېږدئ!.

دکابل رژیم په چوکاټ کې دیرغلګرو مدافع عسکرو ته ویل شوي چې نور دخپل ولس، ارزښتونو او هیواد پر ضد له جګړې لاس واخلي،چې په دې عمل سره به له دنیوي ذلت او اخروي عذاب څخه خلاصون پیداکړي. همداراز د رژیم وسله والو ته ویل شوي چې تاسي د وطن ساتنې نارې وهئ، خو عملا دیرغلګرو پوځیانو تر مخ او شا منډې وهئ، دخپلو هیوادوالو پر کورونو چاپې وهئ، لاسونه او پښې تړئ او اشغالګرو ته یې سپارئ، نو وطن له چاڅخه ساتئ؟!!

له انګزیزي استعمار څخه دازادۍ د سلمې کلیزې په مناسبت ځوانانو ته ویل شوي چې لکه زموږ نیکونو چې دیرغلګرو پر ضد جهاد او مبارزه وکړه او سل کاله وړاندې یې ازادي ترلاسه کړه،نو داوسنیو اشغالګرو پر ضد هم باید دخپلو نیکونو غوندې مبارزه او جهاد وکړو چې له اوسني اشغال څخه خپل هیواد پاک کړو او یو خپلواک او اسلامي نظام حاکم کړو.

دا هم ولولئ  د تسلیت پیغام

دامیرالمؤمنین حفظه الله په پیغام کې له مجاهدینو او شتمنو هیوادوالو څخه غوښتل شوي چې یتیمان، کونډې، معلولین، اسیران او بېوزلي هیوادوال هیر نه کړي، دخپل وس په اندازه مرستې ورسره وکړي او داختر په خوښیو کې یې له ځان سره شریک کړي.

اسلامي امارت ددین او وطن ساتنې ته ملاتړلې، دې لار کې یې تر هر چا ډيرې قربانۍ ورکړې، که پرون یې د شر او فساد له عناصرو دیني ارزښتونه، ملي ګټې او ارضي تمامیت وساته او هیواد یې له تجزیې څخه وژغوره، نن یې بیا له یرغلګرو څخه دګران هیواد دخپلواکۍ جګړه ګرمه ساتلې،ډيرې ستړیاوې یې ګاللې او ان شاء الله هغه ورځ نژدې ده چې دافغان ولس د و ینو او زحمتونو له امله  ټول یرغلګر له هیواده ووځي، خپلواکي مو اعاده شي او دیو  ټول شموله اسلامي نظام څخه برخمن شو.

په همدې هیله



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close