سیاسي لېکنې

ولــس لـه چا ســـره دى او د کوم جرم سزا ګالي؟!

د مورچل مجلې سرمقاله

نږدې شل کاله کیږي چې پرهیواد مسلط غاصبین دخلکو په سترګو کې همدا خاورې وراچوي چې مونږ  دلته جګړه دولسواکۍ دحاکمیت لپاره روانه کړې اودا ټولې هڅې مو دهمدې لپاره دي، نن چې ولس تربل هروخت ډېر داور په لمبو کې وریتیږي اوهماغه دولسواکۍ! داستحکام لپاره استخدام الوتکو تر سختو بمبارونو لاندې نیولی º داښيي چې یرغلګر اوس دخپلې اوږدې جګړې انتقام له ولسه اخلي او اوس په دې پوه شوي چې روان مقاومت دولس غږ او اراده  ده، ځکه خو یې په ټول هیواد کې په ولسي خلکو قتل عام جوړ کړی، له ځمکې پرې غدۍ اچوي او له هوا یې پرې د ډول ‌ډول بمونو بمبار ته زور ورکړی.

سیمه اییز او نړیوال بشري سازمانونه ، یونیسف، دبښنې نړیوال سازمان، دبشري حقوقو نړیوال کمیسیون، دملکي تلفاتو اداره … ټول چپه خوله دي،سره له دې چې دبشر دحقونو نړیوال سازمان وايي : ” په نړۍ کې انسان دانسانیت له مخې باید له خپلو ټولو حقوقو برخمن وي او په هیڅ ډول یې ادنی حق هم ترپښو لاندې نه شي” ولې په مجموع کې داسلامي نړۍ او په ځانګړې ډول دافغانستان مظلوم ولس، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان له خپلو ټولو حقه حقوقو په جبر ، ظلم او وحشت بې برخې کیږي او ژوند ترې اخیستل کیږي، خو دوی نه یواځې داچې ورته په کاردي هغسې اواز پورته کړي، بلکې دخپل نوم اوکار له مخې هم ادنی غږ نه پورته کوي، نو په څه ډول به بیا د دې حق ولري چې  بل چاته دملامتۍ ګوته  ونیسي ؟!

دا هم ولولئ  کله چي افغان وفادارانو تر جنرال میلر ځانونه قربان کړل!

هغه قوم چې شهادت یې افتخار وي کله په وژنوله خپلې حقې داعیې نه څوک په زور تېرولی شي،جنرال میلر اوټول پوځي پرسونل یې په دې ښه پوه دی، چې داخلک هیڅکله له مبارزې لاس نه اخلي یواځې دخپل قساوت له مخې یې په مظلومو هیوادوالو دوحشت ورېځې را ټیټې کړې دي اودا هغه څه دي چې له ده مخکې جنرالانو دلته په همدومره شدت اوبې رحمۍ ترسره کړي دي، خونتیجه یې دکاري مودې ناکامي یاده شوه اوخائبین له دې ځایه رخصت شول .

که امریکایان دلته هرڅومره په ټینګوعزایموراغلي وي اوهرڅومره طویل المدت پلانونه له ځان سره لريº دغه یوڅه دې په یاد ولري : چې ترڅوپه دغه ملت کې ددین روح ژوندی وي که هرڅومره دژوند کړۍ پرې سخته هم شي په ډېر لوړ مورال  به د دین اوهیواد داستقلال لپاره مبارزه کوي اوهیڅکله به ترې لاس په سر نه شي . روسان تردوی هم په ټینګوارادو او ستروارمانو سره راغلي وو چې دغوارمانو ته درسېدو لپاره یې د یونیم ملیون افغانانو وینې توی کړې، خو افغانانو بیاهم له مبارزې لاس وانخیست اوانقلاب یې د بري ترپولې ورساوه .

دا هم ولولئ  دا ټاکنې وې که په اولس ملنډې؟

نور باید نه  امریکایان اونه یې هم دکابل لاسپوڅي دولس نوم یاد کړي اونه دې دنورې نړۍ ولسونوته په دې نامه په سترګوکې خاورې اچوي، دا ولس رښتینی مسلمان ولس دی، له پېړیو یې رهبري د دین علماوو کړې او دعمل په میدان کې یواځې او یواځې په هغوی پسې اقتدا کوي او بس .



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close