سیاسي لېکنې

ولې انتخابات؟

ليکوال: حفیظ الدین پیرزادہ

د افغانستان اسلامي جمھوریت (!) د خپلو دیموکراتیکو لاسته راوړ‎نو لړ‎ی د خپلو بھرنیو اشرباڼو په مستقیمه مداخله او اجازہ د ولسي جرگې تر انتخاباتو راوغځوله!

دا چې جمھوریت او دیموکراسی څومرہ له اسلامي اساساتو سرہ غاړ‎ہ وړ‎ي، زما د بحث موضوع نه دہ!

زہ دلته د انتخاباتو پر موخو او دا چې ولې خارجیان غواړ‎ي په افغانستان کې انتخابات وشي، غږ‎یږ‎م.

انتخابات د ولس غوښتنه نه دہ او نه د انتخاباتو له لیارې د ھیواد زبون حالت تغیر مومي، نه له دې لیارې د سولې څرک لگي او نه ترې د خلکو د ھوساینې تمه کیدای شي.

زموږ‎ انتخابات نه مخکې د ولسواکی لپارہ ول او نه اوس بلکې د انتخاباتو له لیارې ځینې نورې موخې تر لاسه کیږ‎ي چې ځینې مھمې یې دا دي:

لومړ‎ی:

د انتخاباتو اصلي طراحان غربيان دي، ھغوی غواړ‎ې له دې لیارې خپلو ولسونو ته وښئي چې دوی په افغانستان کې دیموکراسي راوستې او د دوی د مداخلې له برکته افغانستان د یوہ قانوني دولت او پارلمان څښتن شوی. ھغوی په حقیقت کې د خپلو خلکو د ډاډ تر لاسه کولو لپارہ د انتخاباتو گزافو مصارفو ته غاړ‎ہ ایښې.

دویم:

الله تعالی موږ‎ ته د استعمارچیانو ځینې نښې را ښودلي چې لومړ‎ۍ یې د فساد خپرول او دویمه یې د فاسدو، ذلیلو او پستو خلکو قدرت ته رسول دي؛ د سورت النمل دا مبارک ایت چې وایي: {قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً ۖ وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ} [النمل : ۳۴] – ھمدې نښو ته اشارہ کوي، {وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ} او ھغوی ( استعمارچیان) خپل ھمدا عمل په مکررہ توگه کوي!!

اوس که سړ‎ی د پارلمان مخکینیو وکیلانو ته د ھمدې مبارک ایت په رڼا کې وگوري نو ورته به جوته شي چې؛ {وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ}، او ھمدغه عمل به دوی د تیر پشان بیا ھم تکراروي، او ھغه خلک به قدرت ته رسوي چې غله، فاسد، خاین او پردي پرورہ وي. تر څو له له اشغالگرو سرہ د جوال خوله ونیسي، ښایي دا ځل سترہ غلا د افغانستان د طبیعي زیرمو او کانونو وي!

دا هم ولولئ  ولس داسلامي امارت غږ ته درناوی وکړ !

څرنگه چې د خارجیانو د فعال حضور په شتون کې د پاکو او مخلصو نمایندگانو را مخته کیدل ناشوني دي نو خارجیان به د ھمدې فاسدو وکیلانو پر مټ د افغانستان لوټل او خپل غیر قانوني او غیر شرعي حضور ته قانوني توجیھات برابروي او خپلو ولسونو ته به ھم ھمدا پلمه کوي چې د افغانستان منتخب پارلمان ھم د دوی ھلته پاته کیدل غواړ‎ي! خارجیان به چور کوي، وکیلان به خپله برخه پکې اخلي! تجاوزگر به بمبارد کوي، وکیلان به چیغې وھي او بیا به یې غربیان خولې په ډالرو ورډکوي!

ښایي یو نیم د بشردوست پشان پاک او صادق وکیلان ھم پارلمان ته لار پیدا کړ‎ي خو د ھغوی تناسب به په اوړ‎و کې د مالږ‎ې ھومرہ وي!

د افغانستان پارلمان فاسدې معدې ته ورته دی چې که پاکه غذا ھم ور واچوې، فاسدیږ‎ي! دا یو نیم صادق وکیل به ھم د وخت په تیریدو فاسد شي او که فاسد نه شي، نو د نظام په سمونه کې به یې اغیز د نشت برابر وي.

دریم:

خلک بسیا کول:

له انتخاباتو څخه تقریبآ کال مخکې د انتخاباتو خبرې گرمې وې، اوس ھم ټول خلک په ھمدې خبرو مصروف دي! د انتخاباتو موضوع به له انتخاباتو پس ھم دوام پیدا کوي او خلک به په تا ویلې ما ویلې مصروف وي! د خلکو ذھنونه به په دې مسایلو مشغول وي او اصلي مسئله چې د اشغال دہ، به حاشیې ته شوې وي. خارجیان ھمدا غواړ‎ي چې داسې مسایل پیدا کړ‎ي تر څو د خلکو ذھنونه پرې بوخت وساتي او دوی ته د چا پام نه شي! د کرکټ لوبه ھم ھمداسې وگڼئ!

څلورم:

د نفاق اچول:

استعمار تل دا ھڅه کوي چې محکوم ملتونه ایل او بیل کړ‎ي تر څو د میشتو ملیتونو تر منځ د نفاق په اچولو خپله په ارامه په ھغوی حکم وچلوي. څرنگه چې ډیري پښتون میشتې سیمې د دولت د مخالفینو په لاس کې دي او ھلته د انتخاباتو امکان نشته نو په راتلونکي پارلمان کې به ھم د پښتنو وکیلانو تعداد د پښتنو د نفوس په تناسب کم وي! تیر ځل موږ‎ ولیدل چې له لوی غزني څخه چې ډیري سیمې یې پښتون میشتې دي، پارلمان ته یو پښتون وکیل ھم نه و بریالی شوی!

دا هم ولولئ  جنرالان یوپه بل پسی

د فرصتونو نا انډول ویش د میشتو ملیتونو تر منځ د بغض، کینې او تربگنۍ لامل گرځي! او د دې ھر څه نتیجه د انگریزانو په ھغې زړ‎ې فارمولې تمامیږ‎ي چې وایي: بیل یې کړ‎ہ، ایل یې کړ‎ہ!

څه باید وشي؟

څرنگه چې دا انتخابات زموږ‎ لپارہ نه دي، زموږ‎ په وسایلو نه دي، زموږ‎ د سترو ستونزو په حل کې گټور نه دي نو باید اجازہ ورنکړ‎و چې غربیان زموږ‎ په اوږ‎ہ ټوپک کیږ‎دي او نښه و ولي! داسې انتخابات چې د ھیواد ۷۰ سلنه خاورہ د دولت له مخالفینو سرہ وي ان د دیموکراسۍ په اصولو کې ھم مردود دي!

نو راځئ چې په گډہ د خپل جو امع الکلم پیغمبر علیه السلام په دې مبارک حدیث عمل وکړ‎و چې فرمایي: “مِنْ حُسْنِ إِسْلَامِ الْمَرْءِ تَرْكُهُ مَا لَا يَعْنِيهِ” رواه الترمذي

د سړ‎ي رښتینی اسلام دا دی چې ھغه کار ترک کړ‎ي، کوم چې ھغه پورې مربوط نه وي!

د ابن حجر رح په نزد ھمدا پورہ اسلام دی!

نو راځئ چې ټول په یو غږ‎ دا له جعل، تزویر او فریب څخه ډک انتخابات رد کړ‎و او پخپل نه گډون د غربي اشغالگرو دا دسیسه ھم خنثی او له خاورو سرہ برابرہ کړ‎و!

والله علی ما نقول وکیل

والسلام

حفیظ الدین پیرزادہ

ستاکھولم سویډن



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close