سیاسي لېکنې

ياره دې سرکاري عالمانو بيا عجبه ځانونه ناګومانه اچولي ؟!

عبدالمنان څارن

ماچې د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او انډونیزیا د علماوو د غونډې اعلامیه ولوستل. له دې اعلاميې څخه خو داسي څرګندېږي لکه پر افغانستان چې د کوم بهرني هيواد له خوا هيڅ تجاوز نه وي شوی او په دې هيواد کې د اشغالګرو پوځونو په وړاندې دا اوولس کلن جهاد او پراخ ولسي پاڅون هيڅ نه وي روان، بلکې د افغانستان د قانون حکومت(؟؟) او يوې ډلي خلکو ترمنځ جګړه وي. د دې غونډې د برخه والو خو د امريکې دې ظالمانه اوږده تجاوز او دغومرو ورانيو ته هيڅ فکر نه دی اړولی؟! عجيبه ده څوک چې سرکاري ملا شي دغومره ړوند او بې حسه شي؟ او دغومره له حق ويلو څخه ګونګي شي؟ ايا د دوی سرونه تر اوسه په دې نه دي خلاص شوي چې په دې ځپلي ځيځېرلي هيواد کې دا دومري قربانۍ او کړاوونه له افغانستان څخه د بهرني اشغال د طرد لپاره دی، نه خپل منځي باطلي جګړې؟

دا هم ولولئ  اتلس کلنه جګړه کې ټول جنرالان امریکا ایران او پاکستان وژلي!!

آيا د دغو ملاصاحبانو خولې ماتېدې چې ويلي يې وای چې په افغانستان کې دا هرڅه ورانۍ د امريکايانو د پوځي اشغال نتيجه ده، هغوی دې د دې جګړې د اسبابو چې د هغو پوځونه دی له دې خاوری د وتلو په باب د هغو په وړاندې جګړه کوونکو سره خبرو ته حاضر شي؟

زما ګرانو اودرنو ورونو!

که څه هم دغه ملاصاحبان په ظاهره د افغانستان پر دې ورانیو او د دې هيواد د خلکو پر دې کړاوونو خواشیني څرګندوی، خو په اصل کې دغه تنخواخواره ملايان نور هم د دې بې وزلو مستضعفانو د ځپلو لپاره او د دې هيواد د دايمي اشغال لپاره د امريکايانو د دې د اسلام د دښمنانو سره مرسته کوي. ځکه تر څو له دې اسلامي هيواده د امريکايي پوځونو ناولې پښې نه وي ليري شوي دا ناخوالې به همداسی نوري هم په زور کې روانې وي او دغسې له حق څخه سترګې پټوونکي عالمان او د دغسي غير واقعبينانه خبرو کوونکي به هم پکښې ماخوذ وي. الله مو دی له ازميښته وساتي.

دا هم ولولئ  و یشف صدور قوم مومنین …!


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده

دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close