سیاسي لېکنې

ټرمپه! مونږ ستا له بریدونو نه ډاریږو!!

لیکوال:
ر، ف، ملاخیل

مونږ له هغه چا نه ډاریږو چې دا نوولس کاله مو ورسره جګړي کړي ، ددوۍ ایمان مونږ ته ښه معلوم دی، چې د جګړی کولو څومره توانایی لری او کوم ډول جګړه کوي.
د وحشي امریکایانو او نورو غربیانو سره د جګړو لومړی وار ندی چې امریکایی جنرال د خپلو سرتیرو او د افغان لاسپوسو.د مورال د اوچتولو لپاره اوس ګرمی جنګی او د تیري خبری کوي ، له ۲۰۰۱ څخه راهیسی چې دغه یرغلګر راغلل له هماغه وخته په هیڅ وسلي اړ شوي ندی او نه یی بریک نیولي ان د بمونو تر مور یی په اچین ولسوالۍ کې هم زهرجنی او کیمیاوی وسلي استعمال کړی او کارولی یې دي.
خو د اسلامی امارت د مجاهدینو په اوچولو کې تریوالی هم رانغي او نه له سنګرونو وتښتیدل بلکه لا زړور او غښتلي شول، لا د طالبانو لیکي د بل هر وخت نه منسجمی او کلکی شولي، لا د یرغلګرو په مقابل کې زمونږ جګړی د بل هر وخت نه زیاتې او مظبوطي شولي او په هر ولایت، ولسوالۍ او کلیو کې مو نفوس وکړ او د همدغو ولسي وګړو په مخامخ مرستو له یرغلګرو مو ونیولی او فتح مو کړي.

الحمد لله چې د اسلامی امارت د مجاهدینو د لیکو د پیاوړتیا تر څنګ مورال یې لا اوچت شو او د استشهادیانو د ډلو شمیر مو دومره زیات شو، چې کلونه کلونه د استشهاد لپاره انتظار ناست او سترګي په لار دي، چې کله به د بهرنیانو پر موټرو، کاروانونو، پلي ځواکونو استشهادی حملي کوي؟
ا مریکایانو ته ددی جګړي ګټل دومره اسانه ندی، څومره چې دوۍ یې اټکل کوي اټکل یې غلط ثابتیږي، دا هیواد د سریخ ډنډ دی، که چیری دلته یو ځل ولویدي یا به وژل کیږی او همدلته به خښیږې یا به دی پرتوګ په ځان نه وي خو بل څوک به دی له دي ډنډ نه راوباسي خو پرتوګ به دې په ځان نه وي، لوڅ لغړ به ودریږي او یو ځل به (———) ټول ویني بیا به دی همدغه خړ پړ افغان ستا د کوناټو (—-) نه خپل څادر راچاپیروي او پټوی به دی ځکه چې ته ددې خاوری ته راغلی یی.
دا چې اوس ټرمپ او د امریکی د دفاع وزیر چیغی وهی چې پدغو لسو کلونو کې مو دومره طالبان ندی ځپلی چې پدغو لسو ورځو کې مو له مینځه وړی دا هسی افواحات دي، حقیقت نه لیری د امریکا یی ولس د اذهانو غولولو پرته بل څه ندي، هسی د امریکا د عام ولس غولونه ده، دوۍ ددې جرات نلري چې په طالب مجاهدینو باندی مخامخ ورشی یا پري ډزی وکړي، یوازی د هوایی بمبار او هغه هم د بی پیلوټه الوتکو په وسیله، چې د زرګونه متره لیری واټن نه ستر ستر بمونه ګوزار کړي بی ګناه کلیوال او ملکی وګړی شهیدان کړی او بس.
ای د امریکی ولسه، ای د افغان سرتیرو کورنیو!
تاسو او ستاسو مشران پدې پوهیږی چې امریکا ستاسو بجیان پداسی یوه جګړه کې ښکیل کړي چې ګټل یی ناشوني ده ، دلته ډیرو نړیوالو ځواکونو خپلی ککرۍ ښخي کړی دي.
طالبان ستاسو د ولسونو خواخوږی دي، تل پخپلو خبرو او پریکړو ټینګ ولاړ دي ، هیڅ وخت پر شا نه ځی د سولی په هلو ځلو کې د هر چا مخکښ دي او د هیچا څخه سوله په ننواتو هم نه غواړي که هر لوري سوله غواړی طالبان د هغو مخکښ دي او د سولی په راوستو کې نه ستړی کیدونکی مبارزي کوي، دا یې د اثبات نشه ده چې، هر چا او هر ځای کی خبرو اترو ته کینی، خو که مقابل لوری د سولی خنډ شی یا د سولی خبری ځنډوی، یا دغه پروسه معطل ګرځوی، اسلامی امارت به د ددغه لورو سره هم مثل کردار تر سره کړی د هر عمل پهمقابل کې به ورته عکس العمل وښایی او متقابل ځواب به ورکړي، د بمبار ځواب به یې په استشهادی بریدونو ورکړی او له دی وروسته به یو تن پوځي او غیری پوځي بهرنی یرغلګر به د هیواد په هیڅ کنج او کنار کې په سکون او ارام کې پاتی نشي د اسلامی امارت د سرښندوونکو مجاهدینو د ګوزار لاندی به راشي تر هغی پوری چې لدی خاوری تښتیدلی نه وی زمونږ جدو جهد او جهاد به ورسره جاري وی.

ان شا ء الله



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close