ټولنيزې ليکنې

پاک چاپیریال څه ګټې لري ؟

لیکنه: عمران اشنا
اساسآ دانسان ژوند دچاپیریال تړلی دی یانې پرته له چاپیریال انسان او پرته له انسان چاپیریال شتون نه لري، هرومرو چیرته چې انسان دی هلته چاپیریال دی اوچیرته چې چاپیریال دی هلته انسان ژوند کوي .

اوس نو داخبره ښکاره شوه،چې چاپیریال ساتنه انسان پورې تړاو لري انسان پدې مکلف دی چې دخپل ژوند دبقا لپاره خپل چاپیریال پاک وساتي .
که داسلام مبارک دین ته یوه لنډه کتنه وکړو؛ داسلام مبارک دین هم مسلمانانو ته پر پاکوالي ټینګار کوي، لکه چې وایي:
(پاکوالی دایمان یوه برخه ده) یانې کامل مومن هغه دی چې نظافت / پاکوالی مراعت کړي.
څنګه کولی شو خپل چاپیریال پاک وساتو؟
دچاپیریال پاک ساتنې په تړاو ډېر مسولیتونه ښاروالۍ ته راجع کېږي خو عام وګړي هم ځینې مکلفیتونه چې باید ادا یې کړي، یوښه بېاګه داده چې ښاري وګړي باید کثافت په معلومو ځایونو کې واچوي ….

دا هم ولولئ  پرلتیان د کابل رژیم بي وسلې اربکیان

دپاک چاپیریال ګټې څه دي ؟

  • ۱ دچاپیریال پاک ساتل د وګړو په ژوند او سلیقې دلالت کوي مانا داچې هغه وګړي چې ښه او پاک چاپیریال لري دژوند سویه یې لوړه برېښي .َ
  • ۲ پاک چاپیریال دوګړو په روغتیا او سلامتیا پوره اغېز لري؛ کوم وګړي چې د خپل دچاپیریال ساتنه کوي تر نورو هغو یې ناروغي کمه ده چې دچاپیریال ساتنه نه کوي .
  • ۳ که چیري پاک چاپیریال لرو ذهني سکون به مو ثبات ولري طبعآ انسان دې ته مېل کوي چې مطالعه وکړي او دمطالعې پر بنسټ پرمختګ وکړي .
  • ۴ دپاک چاپیریال په لرلو سره کولی شو دککړې هوا مخنیوی وکړو .
  • ۵ دپاک چاپیریال په لرلو سره کولی شو خپلې سیمې او سېدو ځایونه په نسبي ډول ښکلي کړو .

پایله: پورتني یاد شوي موارد بسنه نه کوي دچاپیریال پاک ساتل ګټې خورا زیاتې دي؛ نو راځئ چې خپلې سیمې او چاپیریال پاک وساتو.

دا هم ولولئ  د جنازو د پاسه جنازې


دا هم ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close