تازه او عاجل خبر

پروان: سیاګرد کې د سیرت النبي په پار غونډه جوړه شوه

د اسلامي امارت د دعوت ، جلب و جذب کمیسون لخوا د پروان ولایت، سیاګرد ولسوالۍ د سردرې کلي د سیدالشهداء حضرت حمزه رضی الله عنه په جامع مسجد کې دعامو مسلمانانو لپاره د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم په پار یوه ښکلې او پرتمنه غونډه جوړه شوه، دغې غونډې په ترڅ کې د ځایي علماء کرامو تر څنګ د پروان ولایت د دعوت ارشاد مسؤل لخوا درسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت په باره کې مفصله او هر اړخیزه وینا وشوه،  د دې تر څنګ حمدونه او نعتونه تراني هم وویل شوې.

د سیمې خلکو د مجاهدینو د دغې هڅې په ستایلو غوښتنه وکړه چې یاده لړۍ دي وغزول شي تر څو یې د سیمې خلکو ته پراخه ګټه ورسېږي.

د قران کریم په تلاوت پیل شوې دغه غونډه په هیواد کې د اسلامي نظام، سوکالۍ او امن امان راتلو په دعا پای ته ورسېده.

دا هم ولولئ  هرات ښارکې داربکیانو عمومي قومندان قتل توپنګچه یې مجاهدینو راوړه


Close