تازه او عاجل خبر

پروان ولایت کې د تعلیم او تربيې مسوولینو د ښوونځیو له مديرانو سره ناسته وکړه

وړمه ورځ پنجشنبه د غوايي یا ثور پر ۱۹مه نېټه چې د رمضان المبارک د میاشتې له ۴ مې نیټې سره سمون خوري، د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند د پنډقستان د سردرې د میرخانخیلو په جامع جومات کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسؤلینو د سیاه ګرد او شینوارو ولسوالیو د ټولو ښوونځیو له مديرانو او سر ښوونکو سره د تعلیمي بهیر د باکیفیته کولو او پیاوړتیا په موخه غونډه وکړه.

په غونډه کې د معارف مسوولینو او د نژدې ۸۰  بابه ښوونځيو مديرانو او سرښوونکو چې د یادو دوو ولسوالیو له لرې پرتو درو څخه راغلي وو ګډون درلود.

غونډې ته د وینا پر مهال د تعلیم او تربیې مسؤلینو د ښونځیو د څارنې، د زده کونکو د سالمې عصري او دینې زده کړې پر اهمیت او ارزښت مهمې او مفصلې ویناوې وکړې.

همداراز یې ګډونوال د تعلیمي چارو د لوایحو او مقرراتو تطبیق ته وهڅول او هغوی يې دې ته متوجه کړل چې باید نوي نسل ته دیني فکر ورکړل شي او  له سیکولريزم، ډیمکراسۍ او نورو کفري دسیسو څخه خپل ځانونه، اولادونه او زده کوونکي وساتل شي.

دا هم ولولئ  مجاهدینو ته د تلفاتو په اړه د بي بي سي د خصمانه راپور په تړاو د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

په یاده غونډه کې د دې ترڅنګ د دعوت ارشاد، جلب او جذب کمیسون ولایتي مسؤل هم خبرې وکړې په ښوونځیو کې يې  د اسلام له عقیدوي او مذهبي ارزښتونو څخه د هر اړخېزې دفاع  سپارښتنه وکړه، نوموړي زیاته کړه، د پروان مسلمان او متدین ولس په تاسو باور کړی، د خپلو تنکیو بچیانو د برخلیک واګې یې تاسو ته سپارلي، په همدې اساس ستاسو لپاره اړینه ده چې زمونږ ځوان نسل د غرب د مزخرفو افکارو څخه وژغورئ او په اسلامي روحیه یې وروزئ.

د ښوونځيو د مدیرانو او سر ښوونکو په نماینده ګۍ څو تنو خبرې وکړې او د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې له مسؤلینو يې مننه وکړه، له تعلیم او تربیې سره د اسلامي امارت په مینه او مرسته یې ډاډ څرګند کړ او خوښې یې وښوده چې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسؤلین وخت په وخت د دوی پوښتنه کوي، د حالاتو نه یې خبر اخلي او د ستونزو د پیدا کېدو سره سم یې ستونزې حل کوي.

دا هم ولولئ  په بدخشان کې په خلکو د خوراکي توکو د بندیز او لارو تړولو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

غونډه چې سهار اته بجې د قرآنکريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې وه،  وروسته د دعا په ترسره کېدلو سره پای ته ورسېده.



Close