پیغامونه اورسمي بیانونه

پر افغانستان د امریکايي یرغل د اتلسمې کلیزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه ۱۸ کاله وړاندې امریکا بې له کوم موجه دلیل او لاسوند څخه په بې ځایه بهانو سره زموږ د هیواد افغانستان په پاک حریم یرغل وکړ.
امریکايي اشغالګرانو هغه مهال د سپتمبر پيښې بهانه کولې چې تر افغانستان پورې يې هيڅ اړه نه درلوده او نه هم د افغانستان له خاورې څخه د داسې کارونو د تنظیم او تر سره کولو امکانات موجود وو.
امریکایانو د دې پرځای چې له تعقل او درایت څخه یې کار اخیستی وای او د اسلامي امارت لخوا د مسئلې د سوله ییزحل وړاندز یې منلی وای، په ډیر بې باکانه ډول یې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۷ تاریخ پر افغانستان باندې لومړی د هوا او ورپسې د څو تنو نا اهله افغان نما غلامانو په مټ د ځمکې له لارې یرغل وکړ.
اسلامي امارت هم د خپل دیني او هیوادني مکلفیت له مخې د امریکايي یرغل په وړاندې ودرید، د الله په نصرت او د خپل ویاړلي ملت په ملاتړ يې د امریکايي تجاوز په وړاندې جهاد پيل کړ.
اوس دادی اتلس کاله پوره شول، چې امریکايي اشغال لا دوام لري، زموږ خلک وژني، د هوا او ځمکې له لارې وحشتونه کوي او غواړي خپل فاسد، ناکامه او غلام رژيم په افغانانو باندې په زور ومني.
خو په وړاندې يې د جهاد او مبارزې لمن هم ټول هیواد ته پراخه شوې، د قربانیو او سرښندنو سره سره مو ملت د امریکايي اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې د فولادي دیوال په شان ولاړ دی او الحمدلله د دښمن ټولې حربې، دسیسې، ستراتيژۍ او نظامې هلې ځلې يې ناکامه کړې دي.
اوس مهال د افغانستان جګړه د امریکا لپاره په لوی ناسور بدله شوې، لسګونه زره عسکر يې دلته وژل شوي او ټپیان دي، میلیاردونه ډالر يې مصرف شوي او خپل هيڅ کوم هدف يې هم د افغانستان په خاوره کې نه دی تر لاسه کړی.
موږ او ټوله نړۍ پوهیږو چې په افغانستان یرغل او د جګړې دوام، امریکا ته په درانه ځاني اومالي زیان سربیره، ستر حیثیتي زیان هم اړولی، د امریکا سیاسي وجاهت يې په نړیواله سطحه له منځه یووړ، نړۍ يې له یوقطبي حالت څخه را وایسته او د ناټو په څیر ستر نظامي تړون يې له شرمندګۍ سره مخ کړ.
د دغه ټول خجالت مسئوله پخپله امریکا او په ځانګړي ډول هغه جنګ غوښتونکي کړۍ او جنرالان دي چې غواړي د جګړې اور تود وساتي، د خپلو تسلیحاتي کمپنیو لپاره بازار موندنه وکړي او د افغانستان سره د مرستو په نامه د امریکايي وګړو له جیبه را ایستل شوي پیسې غلا کړي.
د دغه وضعیت په دوام سره هم امریکا يي ولس هره ورځ زیانونه ګالي اوهم يې د افغانستان مسلمان او ویاړلی ملت له کړاوونو سره مخ کړی دی.
اسلامي امارت د خپل معقول او اصولي دريځ له مخې اوس هم په امریکايي اشغالګرو غږ کوي، چې لکه د تیرو اتلسو کالو په څير باید نور فرصتونه له لاسه ورنکړي، د زور او ځواک کارولو بې نتیجې لاره پریږدې، د مسائلو د منطقي حل لپاره په واقعی توګه اقدامات وکړي او نور ځان په نړیواله سطحه له شرم، خجالت او رسوايي څخه وژغوري.

دا هم ولولئ  په افغانستان کې د شرقي ترکستان (ایغور) مجاهدینو د شتون په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري

د افغانستان اسلامي امارت
۸/۲/۱۴۴۱هـ ق
۱۵/۷/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/1/7م



Close